Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خلیلزاد د وروستۍ طرحې په اړه د افغان سیاسیونو سلا مشورې روانې دي

د خلیلزاد د وروستۍ طرحې په اړه د افغان سیاسیونو سلا مشورې روانې دي

author avatar
14 Aug 2021 - 19:03
د خلیلزاد د وروستۍ طرحې په اړه د افغان سیاسیونو سلا مشورې روانې دي
author avatar
14 Aug 2021 - 19:03

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۰) : قطر ته د ډاکتر عبدالله د وروستي سفر پرمهال د خلیلزاد له خوا د ورکړل شوې طرحې په اړه په کابل کې د افغان سیاسیونو سلا مشورې روانې دي.

ډاکتر عبدالله تېره اوونۍ په قطر کې د افغان سولې په تړاو درېیو ناستو کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی و.

په قطر کې یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله د زمري په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې د دوحې په وروستیو ناستو کې د طالبانو او افغان دولت د پلاوو ترمنځ ستړي مشي او ناستې نه دي شوي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو درېیو ناستو کې چې دولت پلاوي خپل پیغام واورولو نو له ناستې به ووتل بیا به طالبانو په کې ګډون وکړ.

دغې باوري سرچینې وویل چې ډاکټر عبدالله عبدالله په لومړۍ ناسته کې د افغان دولت په استازيتوب د سولې یوه طرحه کوربه هېواد قطر ته وړاندې کړه چې هغه یې له نورو هېوادونو او طالبانو سره شریکه کړي.

خو یادې سرچینې د دغې طرحې جزییات په ډاګه نه کړل.

هغه وایي، د درېیمې ناستې په وروستیو شیبو کې زلمي خلیلزاد یوه طرحه ډاکتر عبدالله عبدالله ته وړاندې کړه، چې له افغان سیاسیونو او ولسمشر سره یې شریکه کړي.

سرچینه وایي چې دغه طرحه د چین، امریکا، روسیې ، ترکیې او پاکستان له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

په کابل کې یوې حکومتي سرچینې پژواک ته وویل، پرون غرمه چې ډاکټر عبدالله کابل ته ورسېد، له ولسمشر سره یې طرحه شریکه کړه.

د هغه په وینا، له ولسمشر سره تر لیدنې په سپیدار ماڼۍ کې د افغان سیاسي رهبرانو پنځه ساعته ناسته کې پر دې طرحې سلا مشورې شوې دي.

د حکومت دغې سرچینې وویل چې نن په دویمه ورځ له غرمې مخکې د صلاح الدین رباني په ګډوو د سیاسي مشرانو ترمنځ سلا مشورې وشوې او له غرمې وووسته سیاسی مشرانو په ارګ کې له ولسمشر سره ولیدل، خو جزییات یی نه دي په ډاګه شوي

سرچینه وایي، چې افغان حکومت پر دې سلا مشورې وکړې چې له دې وروسته د مذاکراتو څرنګوالی او د واک انتقال باید څه ډول وي.

دغې سرچینې زیاته کړه چې طالبان له ارګ، دوستم او عطاء محمد نور پرته له افغان سیاسیونو پر مذاکراتو ټینګار کوي، خو ډاکټر عبدالله دا شرط ایښی ویلي چې په مذاکراتو کې باید ټول وي.

سرچینه وایي، کله چې د خلیلزاد پرطرحې سلا مشورې بشپړې کړي بیا به ډاکټر عبدالله دیوه اووه کسیز پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ شي، له کوربه هېواد او خلیلزاد سره به یې شریک کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.