ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۹ سلنه کمه وه

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۹ سلنه کمه وه

author avatar
15 Aug 2021 - 18:40
تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۹ سلنه کمه وه
author avatar
15 Aug 2021 - 18:40

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په داسې حال کې د جګړو پر مهال ۳۶۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هېواد ډېر ولایتونه د طالبانو لاس ته ولوېدل او اوس د هېواد په کچه یوازې (کابل، پنجشېر او نورستان) د دولت په واک کې دي.

  • طالبانو له کابل، نورستان او پنجشېر پرته نور ټول ولایتونه ونیول.
  • نړیواله ټولنه: د زور له لارې جوړ شوی حکومت په رسمیت نه پېژنو.
  • طالبان: کابل په زور نه ننوځو، خبرې روانې دي چې د قدرت لېږد په سوله ییز ډول وشي.
  • غني وایي، په هېواد کې له جګړې د مخنیوي په موخه مشورې کوي.
  • د کورنیو چارو سرپرست وزیر: واک د یوه عبوري حکومت تر مشرۍ لاندې انتقالېږي.
  • د ملي دفاع سرپرست وزیر: سبا یو پلاوی له کابله دوحې ته ځي او هلته به پرېکړه وشي.
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۹سلنه کمه وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په لسو ولایتونو (کندهار، کندوز، خوست، بلخ، غزني، پکتیا، ميدان وردک، کابل، ننګرهار او لوګر) کې په شاوخوا ۲۴ بریدونو کې ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۶ نور ټپیان شوي دي.

د پژواک د اوونیزو راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ ۶۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره اوونۍ دغه شمېر ۳۶۱ تنو (۶۵ وژل شويو او ۲۹۶ ټپیانو) ته راولوېد.

د شنونکو په وینا، تېره اوونۍ ځکه د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه چې ځیني ولایتونه له جګړې پرته او ځیني هم له لږ جنګ وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدل.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د زور له لارې د واک ترلاسه کېدو په اړه د نړیوالو غبرګونه

ملګرو ملتونو پر ولایتونو د طالبانو د بریدونو د درېدو او د افغانستان د کشالې د بېړني حل غوښتنه کړې.

د امریکا متحده ایالتونو هم د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، نو بریدونه یې لار نه ده او امریکا د زور له لارې رامنځته شوی حکومت نه مني.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل که چېرې دا ډله په افغانستان کې امریکایي وګړو او یا هم هلته د امریکا ماموریت ته ګواښ پېښ کړي، نو امریکا به یې ‘چټک پوځي ځواب’ ورکوي.

بایډن اعلان کړی چې افغانستان ته به ۵زره امریکایي پوځیان استوي چې له هغه هېواده د امریکایي ځواکونو د راوتلو او همدا راز د امریکایي پوځ افغان کارکوونکو د را ایستلو بهیر خوندي کړي.

د راپورونو له مخې، له یادو ځواکونو یوه ډله تېره ورځ کابل ته رسېدلې ده.

د شمالی اتلانتیک سازمان (ناټو) هم ویلي چې که طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي، نړیواله ټولنه یې پر رسمیت نه پېژني.

نن په کابل کې اوازې شوې چې طالبان د ښار ځینو برخو ته ننوتلي دي. دغو اوازو خلک له دې امله اندېښمن کړل چې په پلازمېنه کې جګړه ونه شي.

خو طالبانو اعلامیه خپره کړه، ویې لیکل: «د اسلامي امارت مجاهدین اراده نه لري چې دغه ښار(کابل) ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په مسالمت امیزه توګه د داخلېدو پر سر له مقابل جهت سره خبرې اترې روانې دي، څو د انتقال پروسه په با امنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هيچا سر، مال او عزت ته په کې زیان ونه رسېږي.»

د واک پر سوله ییز لېږد خبرې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ ویلي وو، طالبان وايي چې ولسمشر غني واکمن وي، له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېرمحمد عباس ستانکزي د تېرې جنورۍ په وروستیو کې ویلي وو چې که اشرف غني واک پرېږدي، دوی له نوي حکومت سره کار ته چمتو دي.

ولسمشر غني مخکې تینګار کاوه چې واک باید د ټاکنو له لارې ترسره شي، وروسته یي په ترکیه کې د یوې غونډې لپاره د سولې طرحه جوړه کړه، خو یاده غونډه ترسره نه شوه. غني تېره ورځ (د زمري ۲۳مه) ملت ته په خپل لنډ پیغام کې وویل چې په هېواد کې له جګړې د مخنیوي په موخه یې پراخې مشورې پیل کړې او پایله به یې ژر له خلکو سره شریکه کړي.

نن د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال وویل چې واک د یوه عبوري حکومت تر مشرۍ لاندې په سوله ييزه توګه انتقالېږي او څوک دې د کابل د امنیت په اړه اندېښنه نه کوي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي هم نن د کابل د امنیت په اړه ډاډ ورکړ، ویې ویل چې سبا یو پلاوی دوحې ته ځي او د افغانستان د موضوع په اړه به پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سولې عالي شورا د مشر عبدالله، د طالبانو استازو او د چین، امریکا، برېټانیا، پاکستان، ازبکستان، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو قطر کې یوه ناسته کې ګډون کړی و. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دې غونډه کې پر اساسي مسایلو د توافق خبره شوې؛ داسې چې پر اوربند او ټولګډونه حکومت سلا وشي.

د ملي روغې جوړې شورا سرچينې وايي چې عبدالله قطر ته د سفر پر مهال طالبانو سره د حکومت د شراکت طرحه وړاندې کړې ده.

کندهار، ننګرهار او کابل کې خلکو د جګړو د درېدو غوښتنه وکړه

د کندهار يو شمېر قومي مشرانو او په ننګرهار کې ديني عالمانو په د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه. هغوی ویل چې د افغانستان د جګړې جرړې له هېواده بهر په ګاونډيو هېوادونو کې دي.

د  افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې او د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې پر پوهنتونونو، استادانو او محصلينو نه يوازې بريدونه کړي، بلکې د امنيت په ټينګښت کې یې هم مرسته وکړي.

Visits: 949

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.