کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰) : د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوي احمدالله متقي وایي چې د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې خلکو ته خدمت کوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په کندهار کې د دغه ولایت له پخواني والی روح الله خانزاده، د جمعیت ګوند مرستیال کلیم الله نقیبي او د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سیلاب سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وکړې.
یاد دولتي چارواکي دوه ورځې مخکې له طالبانو سره یوځای شوي وو.
د کندهار پخواني والي روح الله خانزاده د طالبانو له ولایتي مسوول حاجي وفا او له ټولو طالبانو څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره يې د ژوند اسانتياوې برابرې کړې دي.
دوی زیاته کړه چې له دې وروسته به د طالبانو تر چتر لاندې خپل سوله یيز ژوند ته دوام ورکوي.
د فرهنګي چارو کمېسيون، د راډيو او تلوېزيون مسوول او دکندهار د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ریيس مولوي احمدالله متقي یاد کنفرانس ته وويل چې دوی د سوله یيز افغانستان د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا، بيارغونې، کرنې، صنعت او نورو برخو لپاره ښه پلانونه لري او د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې به خپلو ولسونو ته هر اړخيز خدمات وړاندې کړي .
هغه ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي اوملي ارزښتونو ته پام سره د بيان ازادۍ ته ژمنتيا لري، رسنی د ټولني اوملت ژبه ده ، د دوی او ټولو هېواد والو امنيت د طالبانو په مسووليتونو کي لومړيتوب لري .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP