ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي احمدالله متقي: د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې خلکو ته خدمت کوو

مولوي احمدالله متقي: د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې خلکو ته خدمت کوو

author avatar
15 Aug 2021 - 17:25
مولوي احمدالله متقي: د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې خلکو ته خدمت کوو
author avatar
15 Aug 2021 - 17:25

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰) : د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوي احمدالله متقي وایي چې د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې خلکو ته خدمت کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کندهار کې د دغه ولایت له پخواني والی روح الله خانزاده، د جمعیت ګوند مرستیال کلیم الله نقیبي او د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سیلاب سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وکړې.

یاد دولتي چارواکي دوه ورځې مخکې له طالبانو سره یوځای شوي وو.

د کندهار پخواني والي روح الله خانزاده د طالبانو له ولایتي مسوول حاجي وفا او له ټولو طالبانو څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره يې د ژوند اسانتياوې برابرې کړې دي.

دوی زیاته کړه چې له دې وروسته به د طالبانو تر چتر لاندې خپل سوله یيز ژوند ته دوام ورکوي.

د فرهنګي چارو کمېسيون، د راډيو او تلوېزيون مسوول او دکندهار د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ریيس مولوي احمدالله متقي یاد کنفرانس ته وويل چې دوی د سوله یيز افغانستان د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا، بيارغونې، کرنې، صنعت او نورو برخو لپاره ښه پلانونه لري او د یو ټول شموله اسلامي حکومت په رڼا کې به خپلو ولسونو ته هر اړخيز خدمات وړاندې کړي .

هغه ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي اوملي ارزښتونو ته پام سره د بيان ازادۍ ته ژمنتيا لري،  رسنی د ټولني اوملت ژبه ده ، د دوی او ټولو هېواد والو امنيت د طالبانو په مسووليتونو کي لومړيتوب لري .

Visits: 636

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.