Pajhwok Afghan News

طالبانو له څرخي پله او بګرام زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې کړل

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): طالبانو په کابل کې د پلچرخي او په پروان ولایت کې د بګرام زندانونه ونیول او ټول بندیان یې ترې خوشې کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زمري په ۲۴مه، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د بګرام په هوایي اډه کې تر ټولو مهم زندان هم ونیول شو تازه معلومات ښیي چې له یاد زندان څخه ټول بندیان ازاد او مصئون ځای ته ولېږدول شول.»

حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

همدا راز په ټولنیز شبکو کې انځورونه او ویډیوګانې هم لاس په لاس کیږي چې د پلچرخي له زندانه  زندانیان د وتلو په حال کې دي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پلچرخي د محبس څلور لارې یو تن اوسېدنکي فرهاد کریمي هم پژواک خبري آژانس ته وویل چې د پلچرخي زندان په دروازو کې پولیس او نور حکومتي چارواکي نه لیدل کیږي او ټول زندانیان د وتلو په حال کې دي.

ده زیاته کړه، زندانیان همدا راز د وتلو ترڅنګ له زندانه نظامي وسایط هم له ځان را باسي او کورونو ته یې بیایي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا راز پژواک ته وویل چې دوی په ۲۸ ولایتونو کې زندانیان له زندانو څخه خلاص کړي خو کره شمېرې په اړه یې معلومات ورنه کړل.

د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي پژواک خبري آژانس ته وویل چې د پلچرخي په زندان کې شاوخوا شپږ زره او د بګرام زندان کې کې شاوخوا څلور زندانیان وو.

ده وویل چې یاد زندانیان په بېلابېلو تورونو محکوم وو.

ده له بګرام او پلچرخي زندانونو څخه د زندانیانو د وتلو په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د افغانستان ۳۱ ولایتونه نیولي او یوازې نورستان، پنجشیر او کابل ولایتونو پاتې دي او طالبان نن (یکشنبه) د کابل تر دروازو را رسېدلي او د کورنیو چارو وزارت ویلي چې واک د یوه انتقالي حکومت تر مشرۍ لاندې په سوله يیزه توګه انتقالیږي، طالبانو هم ویلي چې کابل ښار ته په زور نه ننوځي او له حکومت سره یې خبرې روانې دي څو په سوله ییزه توګه واک ولېږدول شي.

Views: 401

Exit mobile version