ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ولسمشر بایډن افغانستان ته د پنځه زره نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر بایډن افغانستان ته د پنځه زره نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ

author avatar
15 Aug 2021 - 10:38
د امریکا ولسمشر بایډن افغانستان ته د پنځه زره نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ
author avatar
15 Aug 2021 - 10:38

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو ته ګواښ کړی چې که په کابل کې یې کارکوونکو ته زیان ورسوي، نو له چټک او سخت ځواب سره به مخ شي.

د سپینې ماڼۍ له خوا تېره شپه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر بایډن افغانستان ته د پنځه زره نورو سرتېرو لیږلو اعلان وکړ.

له دې مخکې هم امریکا افغانستان ته د درې زره سرتېرو لېږلو اعلان کړی و چې لومړۍ جوپه یې پرون کابل ته رسېدلې وه.

بایډن ویلي چې دغه نوي سرتېري له افغانستانه د امریکا د وتلو ماموریت او هم د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو انخلا په خوندي توګه ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې خپلو وسله والو ځواکونو او د امریکا استخباراتو ته یې لارښوونه کړې چې له افغانستانه په راتلونکې کې د ترهګرۍ د هر ډول رامنځته کېدونکو ګواښونو ته متوجه و اوسي او د دفع کولو لپاره یې لازمې وړتیاوې وساتي.

د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو هغو افغان مشرانو چې د وینې تویېدنې بندېدو او سیاسي تفاهم ته د رسېدو په لټه کې دي، مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپله ټوټیرپاڼه کې لیکلي چې تېره شپه یې له افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

بلینکن زیاته کړې چې په دې ټیلېفوني خبرو کې یې “د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت او د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړنیو ډیپلوماتیکو او سیاسي هڅو” په هکله بحث کړی دی.

جوبایډن په دې اعلامیه کې امریکا ته د مهاجرت په خاصو او نورو ویزو راتلونکو افغانانو ته د انتقال او اسکان د چارو د مسوولې په توګه د سفیرې تریسي جیکبسن ګومارل کېدو ته په اشارې له هغو افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی چې له امریکا سره یې مرسته کړې ده.

د امریکا ولسمشر بایډن ویلي، که چېرې امریکا یو یا پنځه کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شوې وای، د هغه په خبره، په کورني جنګ کې یې کوم بدلون نه رامنځته کاوه.

هغه د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت په یوه ډول پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته راجع کړ او وې ویل: “کله چې زه ولسمشر شوم، له پخواني ولسمشر څخه داسې یوه معامله راته پاتې وه چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ضرب الاجل ټاکل شوی و. “

Visits: 1763

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.