ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: زموږ د ازمایښت وخت اوس پیل شو

ملا برادر: زموږ د ازمایښت وخت اوس پیل شو

author avatar
16 Aug 2021 - 13:43
ملا برادر: زموږ د ازمایښت وخت اوس پیل شو
author avatar
16 Aug 2021 - 13:43

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰) : د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د کابل تر نیولو وروسته په خپل پیغام کې ویلي چی د دوی د ازمایښت وخت اوس پیل شو.

د ګڼ شمېر ولایتونو تر نیولو وروسته طالبان پرون د کابل ښار څنډو ته ننوتل، تر غرمې وروسته د کابل ښار مرکزي ته سیمو ته ورسېدل او ماښام یې ارګ هم ونیوه.

طالبانو د ارګ تر نیولو وروسته د ملا برادر یوه ویډیو خپره کړې چې هغه په کې ټولو هېوادوالو او د کابل اوسېدونکو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه زیاته کړې : “د دې ستر بري مبارکي د افغانستان ټول ولس او په ځانګړي ډول د کابل اوسېدونکو او مجاهدینو ته وایم. ”

د طالبانو دغه مشر ویلي: “داسې توقع نه کېده چې موږ به دا ډول کامیابه کیږو. ”

برادر دغه بریا “بې جوړې” وبلله او زیاته یې کړه چې “غرور باید ونه لرو، د ازمایښت وخت اوس رارسېدلی. اوس د دې وخت راغلی چې ملت ته خدمت وکړو او چې څنګه هغوی ته د آرام، امنیت او ایندې اطمینان ورکړو. “

Visits: 611

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.