ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شبرغان ښار «بخدي پارک» کمپونه سوځېدلي

د شبرغان ښار «بخدي پارک» کمپونه سوځېدلي

author avatar
17 Aug 2021 - 16:47
د شبرغان ښار «بخدي پارک» کمپونه سوځېدلي
author avatar
17 Aug 2021 - 16:47

شبرغان (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې وسله والو کسانو د شبرغان ښار «بخدي پارک» کمپونه سوځولي، خو طالبانو په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې عاملان به یې مجازات شي.

د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي محمد رسول «اخوندزاده» پژواک ته وویل، «بخدي پارک» د ولایت مقام ودانۍ مخې ته موقعیت لري او تېره شپه سوځېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ((طالبانو شبرغان ښار ته د داخلېدو ژمنه کړې وه چې د عام المنفعه ځایونو ساتنه کوي، نو څه وشول چې د دوی د سترګو پر وړاندې وسله والو وسوځاوه.))

هغه وویل، غوره ده چې دوی په دې تړاو خلکو ته ځواب ورکړي او د قضیې څرنګوالی روښانه کړي.

د بشیر بریالي په نوم د شبرغان ښار بل اوسېدونکي پژواک ته وویل، تر اوسه هيڅوک نه پوهېږي چې د «بخدي پارک» کمپونه څه ډول سوځېدلي دي.

هغه روښانه کړه، که څه هم پارک د څو ساعتونو لپاره سوځېده خو د مړه کولو لپاره یې اطفایه او منسوبین نه وو.

د جوزجان ولایت مقام یوه منسوب چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ادعا وکړه چې د «بخدي پارک» په سوځېدو کې خپله طالبان لاس لري.

سرچینې زیاته کړه: ((ناشونې ده چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې بل څوک د دغه کار د ترسره کېدو جرئت وکړي.))

خو د هېواد د شمال لوېدیځې حوزې مطبوعاتي مسوول ذبيح الله نوراني وویل: ((طالبانو دغه کار نه دی کړی.))

هغه زیاته کړه چې په دې اړه لازمې څېړنې پیل شوې او تر اوسه د دې پېښې عاملان نه دي پېژندل شوي.

نوموړي وویل: ((طالبان د خلکو د ځان او مال او عام المنفعه تاسیساتو ساتنې ته ژمن دي او موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې په دې اړه تشویش ونه لري.))

نوموړي روښانه کړه چې د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې په صورت کې به دوی ته جزا ورکړل شي.

د بخدي پارک کمپونه شاوخوا ۵۰ کاله مخکې د پارک په شمالي او لویدیځو برخو کې بېلا بېلو دولتي ادارو جوړ کړي و چې په شبرغان ښار کې د لمانځغونډو او خوښۍ مراسم ترتیب او ترسره کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.