ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
18 Aug 2021 - 16:26
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
18 Aug 2021 - 16:26

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې او څلور کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٢٧ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٠٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٢٤١١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٤ کسان په بلخ، ٥-٥ په تخار، بدخشان او فراه، ٤-٤ په ننګرهار، کندوز او بادغيس، ٣ په کندهار او ٢-٢ په کابل او غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٤٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٧٤٦٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٤٧ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٨ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.