ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهین: ټاکنې امکان نه لري ټولشموله حکومت باید جوړ شي

شاهین: ټاکنې امکان نه لري ټولشموله حکومت باید جوړ شي

author avatar
20 Aug 2021 - 14:55
شاهین: ټاکنې امکان نه لري ټولشموله حکومت باید جوړ شي
author avatar
20 Aug 2021 - 14:55

کابل(پژواک،۲۹ زمری ۱۴۰۰): د طالبان یو چارواکی وایي چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره وخت نه شته او باید همداوس ټولشموله حکومت جوړ شي.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي سهیل شاهین د چین له CGTN  تلوېزیون سره په مرکه کې د واک تشې ته په اشاره ویلي: (( د ټاکنو لپاره هیڅ وخت نه شته ، اساسي قانون نه شته، نوی اساسي قانون به برابر او تصویب شي او ددغو چارو د ترسره کېدو لپاره ډېر وخته اړتیا ده .))

ویلي (( د واک د تشې د دلیل په اساس همدااوس باید جوړ شي.))

هغه وایي چې د افغانستان د راتلوونکي حکومت لپاره به وړ شخصیتونه غوره شي، کله چې دغه شخصیتونه وټاکل شول د ټولو لپاره اعلان شي.

شاهین د شخصیتونو د ټاکلو لپاره معیار په ګوته نه کړ.

هغه په ټولشموله حکومت ټینګار وکړ مشخص یې نه کړه چې په دې اړه خبرې له چا سره روانې دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.