کابل(پژواک،۲۹ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو یوه لوړپوړي غړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
طالبانو تېره یکشنبه (د زمري په ۲۴مه)کابل ښار ونیوه او مخکنی ولسمشر اشرف غني له هېواده بهر وتښتېد. اوس له پنجشېر ولایت پرته ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی.
د رویټرز د راپور په اساس د طالبانو یوه ویاند سهل شاهین د چین له CGTN تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ” اشغال له دورې ” وروسته اوس افغانستان نوي پړاوو ته داخل شوی او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي.
ده ویلي چې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري هغوی باید له موږ سره د روغتیا، پوهنې او نورو بنسټیزو برخو کې مرستې وکړي .
دغه راز هغه له هېوادونو غواړي چې د کانونو په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
شاهین وایي: (( نړیوال کولی شي چې د کانونو د کشف لپاره راشي، دغه دعوت د ټولو هېوادونو لپاره دی او هر هېواد چې په دې حساس وخت کې له موږ سره مرسته وکړي موږ یې ستایو .))
نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې نړیوال د طالبانو خبرو ته نه ، بلکې کړنو ته په تمه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP