ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږو

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږو

author avatar
20 Aug 2021 - 15:28
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږو
author avatar
20 Aug 2021 - 15:28

کابل (پژواک ۲۹ زمری ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوتریش افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

هغه نن د زمري په ۲۹مه په یوه ټویټ کې لیکلي (( ملکري ملتونه له تاسو سره دي د سولې د ټنیګښت او د تاسو د حقوقو د تامین په برخو کې له تاسوسره په افغانستان کې پاتې کیږي.))

د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو خبره کوي چې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له پنجشېر ولایت پرته د افغانستان ټول واک له طالبانو سره دی.

دغه راز ناټو ویلي چې د دوی د اړوندوغړیو هېوادونو د بهرنیو چارو ویزان نن د زمري په ۲۹مه  د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کوي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.