Pajhwok Afghan News

بایډن : له افغانستانه د خلکو ایستل خطرناک ماموریت دی

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې له پاتې امریکایانو سره ژمنه وکړه چې که څه هم له افغانستانه د وګړو ایستل خطرناک ماموریت دی، خو ژمنه یې وکړه چې پاتې ټول امریکایان او همکاران به یې وباسي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، هغه تېره شپه سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي:”د نیوکو او دویم فکر لپاره به وخت ډېر وي.”

جوبایډن ویلي، د امریکا متحده ایالتونه د کابل په هوایي ډګر او شاوخوا کې هر شان احتمالي ګواښونه له نږدې څاري.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي:”زه نه‌ شم کولی چې ووایم وروستۍ نتیجه به څه وي، خو د ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه تاسې ته ډاډ درکولی شم، چې له ټولو لارو کار اخلو.”

امریکا په دې هڅه کې ده، چې د روانې اګسټ میاشتې تر ۳۱ مې زرګونه کسان له افغانستان څخه وباسي، که څه هم نوموړي څو ورځې وړاندې وویل، چې کېدای شي د وتونکو خلکو د امنیت لپاره امریکایي ځواکونه د اګسټ له ۳۱ مې څخه وروسته هم پاتې شي.

جوبایډن ویلي، د اګسټ له ۱۴ مې تراوسه ۱۳۰۰۰ کسان د امریکا په نظامې الوتکو کې او له  جولای میاشتې راهیسې د اګسټ تر ۱۴ مې ۱۸ زره کسان له افغانستان څخه ایستل شوي – یوازې وړمه ورځ ۵۷۰۰ کسان له افغانستان څخه وتلي.

نن اوومه ورځ ده چې طالبانو کابل نیولی او ورسره زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر ته ورټول شوي، چې له افغانستان څخه ځانونه وباسي.

Views: 237

Exit mobile version