خوست ښار (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي د پرېکړې پر بنسټ به په نږدې راتلونکي کې په پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.
یاد وزارت نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې دغه وزارت اوسمهال د درسونو پر پیلېدو کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې ډېر ژر به په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت رسمي اعلامیه خپره شي، نو خپل چمتووالی دې ونیسي.
په خبرپاڼه کې د درسونو پیلېدو وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده طالبانو د تېرې يکشنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) کابل ونیو او دا مهال له پنجشېر پرته ټول ولایتونه د هغو تر کنټرول لاندې دي.
د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته د دولتي ادارو په ګډون د زده کړو مرکزونه تړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP