کابل (پژواک، ٣١ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٦ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٣٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٧٢ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٢٥٨٣ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٢٢ کسان په بادغيس، ١٦ په کندهار، ١٢ په اروزګان، ٩ په بلخ، ٧ په بدخشان، ٤ په تخار او ٢ کسان په کابل کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٠٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٨٢٦٢ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٧٦ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١١ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن