ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمعیت اصلاح: طالبان دې ژر تر ژره سرپرست حکومت اعلان کړي

جمعیت اصلاح: طالبان دې ژر تر ژره سرپرست حکومت اعلان کړي

author avatar
22 Aug 2021 - 18:01
جمعیت اصلاح: طالبان دې ژر تر ژره سرپرست حکومت اعلان کړي
author avatar
22 Aug 2021 - 18:01

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : جمعیت اصلاح پر طالبانو غږ وکړ چې د ولس د اندېښنو د لرې کولو او د هېواد ورځنيو چارو نورمال حالت ته د ستنولو لپاره باید ژر تر ژره یو سرپرست حکومت اعلان کړي.

په هېواد کې د وروستي امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د جمعیت اصلاح ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان له څلور لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره داسې یوې مرحلې ته ننوتی چې د الله(ج) په فضل د هېواد په هیڅ ګوټ کې جګړه نشته او هېوادوال د یوه سرتاسري امنیت، سولې او ملي یووالي په درشل کې دي.

سرچینې زیاته کړې، جمعيت اصلاح په داسې حال کې چې دغه بدلونونه او تعاملات مثبت ارزوي او د هېواد وضعیت د لا ښه والي او ټیکاو په موخه ځینې وړاندیزونه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، جمعیت اصلاح پر طالبانو غږ کوي چې د ولس د اندېښنو د لرې کولو او د هېواد ورځنيو چارو نورمال حالت ته د ستنولو لپاره باید ژر تر ژره یو سرپرست حکومت اعلان کړي ترڅو له یوې خوا اقتصادي فعالیتونه پیل، بانکونه، بازارونه، ښوونځي او پوهنتونونه دوباره پرانيستل شي او له بلې خوا د یوه ټول شموله پراخه حکومت د جوړولو لپاره زمینه مساعده شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، جمعيت اصلاح له ټول ولس څخه غواړي چې خپلمنځۍ ورورولۍ، ملي وحدت او یو بل سره همکارۍ او همدردۍ روحيه لا پياوړې کړي او د یو بل لاسنيوي ته پاملرنه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره په خپله لاس په کار شي.

جمعيت اصلاح پر نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بېرته فعالې او افغانستان سره بندې شوې نړيوالې مرستې بېرته د پخوا په څېر پيل کړي، ترڅو افغانان له روان ناورین او په ټپه ولاړ د اقتصادي حالت له ناوړه پايلو څخه وژغورل شي.

سرچینې زیاته کړې: “موږ له ګاونډيو هېوادونو څخه غواړو چې په دې سختو شېبو کې خپل بندرونه پرانېزي څو د هېواد سوداګريزې چارې بېرته خپل عادي حالت ته راستنې شې او ولس له اقتصادي ناورین څخه وژغورل شي.”

جمعیت اصلاح افغانستان په ټولو رسنیو، مدنی ټولنو او ژورنالېستانو غږ کړی چې د هېواد ستونزو ته د ولس د لومړیتوبونو او اړتیاوو پر بنسټ انعکاس ورکړي او د نړیوالو پام ورته را وګرځوي، په کوچنیو او غیر مهمو قضیو کې د ولس له اخته کول کولو ډډه وکړي.

دغې ټولنې د ولس په اکاډمیکو، تخنیکي، ټولنیزو کادرونو او سیاسي مشرانو غږ کړی چې هېواد کې پاتې شي او د خپل ځورېدلي ولس ترڅنګ د هېواد د پرمختیا لپاره ګډ کار وکړي.

بلخوا د جمعيت اصلاح مشرتابه پلاوي په کابل کې د طالبانو له یوه مرکزي مشر انس حقاني سره لیدلي او د افغانستان وضعيت په اړه یې ورسره تفصيلي بحث کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، په لیدنه کې کې دواړو لوريو پرېکړه وکړه چې په هېواد کې د امنيت او راتلونکي نظام په اړه به سره مشورې شريکوي، همدارنګه په هېواد کې د تلپاتې سولې، امنیت او د خلکو د حقوقو په خوندیتوب ټینګار وشو.

همدارنګه په ياده ليدنه کې هېواد کې د يوه ټول شموله اسلامي نظام او د متخصصو کادرونو په کار ګومارنه هم خبرې او بحث وشو او هیله څرګنده شوه چی د هېوادوالو اندېښنو ته په کتو به داسې یو نظام منځه ته راځي چې ورورولي او عفوه به یې اساس وي.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.