ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: د خلکو د هر اړخیز مصئونیت او ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي

کرزی: د خلکو د هر اړخیز مصئونیت او ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي

author avatar
24 Aug 2021 - 14:36
کرزی: د خلکو د هر اړخیز مصئونیت او ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي
author avatar
24 Aug 2021 - 14:36

کندهار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر کرزي او د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله د کابل ښار خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خلکو د هر اړخیز مصئونیت او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې هڅې دوام لري.

حامد کرزي پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ده نن د کابل ښار د ګذر له یو شمېر وکیلانو او اوسېدونکو سره لیدلي دي.

دی وایي: “په دې ناسته کې کابل ښاریانو خپلې اندېښنې، ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.”

هغه زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې له خلکو سره پر روان وضعیت او د داسې نظام پر جوړولو خبرې وشوې چې د خلکو ارادې په کې انعکاس موندلی وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې کابل ونیوه او د یادې ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوه لوړي پوړي پلاوي سره کابل ته راغلی. طالب چارواکي اوسمهال له نورو افغان سیاستوالو سره د راتلونکي نظام پر جوړښت په خبرو بوخت دی.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.