جلال اباد (پژواک، ٤ وږى ١٤٠٠): د ننګرهار د سیمه يیز روغتون مسوولين وايي چې يوې مور په دغه روغتون کې څلور ماشومان په يوځاى زېږولي دي.
د ننګرهار سیمه يیز روغتون د نسایي ولادي څانګې مسوولین وایي چې په دغو ماشومانو کې درې یې هلکان او یوه نجلۍ ده.
دوی زیاتوي، اوس مهال د مور او ماشومانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د یادو ماشومانو پلار د شیخ مصر ښارګوټي اوسېدونکی دی او ویل کېږي چې اقتصادي وضعیت یې هم کمزوری دی
یاده دې وي چې تېر کال هم په دغه روغتون کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي وو.
Views: 897
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن