ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۵ کلن متین چې په الوتکې پسې یې ځان نیولی و او غوښتل یې بهر لاړ شي، لا هم ورک دی

۱۵ کلن متین چې په الوتکې پسې یې ځان نیولی و او غوښتل یې بهر لاړ شي، لا هم ورک دی

author avatar
26 Aug 2021 - 16:53
۱۵ کلن متین چې په الوتکې پسې یې ځان نیولی و او غوښتل یې بهر لاړ شي، لا هم ورک دی
author avatar
26 Aug 2021 - 16:53

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۰): د یوه ۱۵ کلن هلک کورنۍ چې لس ورځې مخکې له هېواده د تېښتې لپاره هوایي ډګر ته تللې و او کاناډا ته د رسېدو په هیله یې د الوتکې په وزر پسې ځان نیولی و، خو تر اوسه ورک دی او له ټولو خلکو غواړي چې هيڅکله داسې کار ونه کړي.

د یادونې ده، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د نورو ولایتونو له نیولو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه کابل هم ونیو. د سیاسي نظام له بدلون وروسته سلګونه هېوادوال د کابل هوایي ډګر ته لاړل او هڅه یې کوله چې له هېواده ووځي.

د ګڼې ګونې له امله امریکایي ځواکونو پر خلکو ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز یې پرې استعمال کړ چې یو شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوې ويډیوګانو ښوده چې یو شمېر ځوانانو ځانونه د الوتکو وزرونو ته رسولي او د پورته کېدو پر مهال له لوړې ارتفاع له الوتکې پر ځمکه را وغورځېدل.

متین چې د کابل ښار طلایي ښارګوټي د وحدت لېسې په اتم ټولګي کې و، کابل ته د طالبانو له راتګ یوه ورځ وروسته هوایي ډګر ته لاړ او د الوتکې پر وزر ناست و څو کاناډ ته لاړ شي؛ خو تر اوسه یې په اړه کوم معلومات نشته.

د متین کورنۍ د خپل زوی د ورکېدو په لسمه ورځ هم ژاړي.

هغوی د پژواک له خبریال سره په خبرو کې وویل چې دغه کار د ناپوهۍ له امله ترسره شو او که پوهېدای چې داسې پېښه به رامنځته کېږي، هيڅکله یې داسې کار نه کاوه.

د متین سپین سرې مور په ژړغوني غږ پژواک ته وویل: «نهه اولادونه لرم؛ خو متین چې اوس ورک دی، داغلې یې یم.»

نوموړې زیاته کړه: «متین دوه ځلې ترکیې ته د تګ هڅه وکړه؛ خو ونه توانېد چې موخې ته ورسېږي او بېرته راغی. هغه غوښتل ځان ته یو کار ولري؛ خو پیسې مو نه درلودې چې پلورنځی مو ورته جوړ کړی وای او تل به مو ورته ویل چې هر څنګه کېږي خپل درسونه دې ووایي، خدای مهربانه دی یوه ځای ته به ورسېږي او زموږ ژوند به ښه شي.»

دغه سپین سرې مور چې د ژړا له امله یې سمې خبرې نه شوې کولای، وویل چې متین اخلاقي او لایق هلک و او د دغه ډول برخلیک لایقت یې نه درلود؛ خو ژوند مجبور کړ.

هغې له نورو کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه منعه کړي څو له دغه ډول برخلیک سره مخ نه شي.

نوموړې وویل: «موږ نه وو خبر چې تګ اسنادو ته اړتیا لري او کله چې د هغې زوی تللی و، یوه افغانۍ هم ورسره نه وه. د هماغې ورځې ماسپښین په یوه بجه یې مشر ورو کور ته راغی او راته ویې ویل چې متین د هوایي ډګر په ګڼه ګوڼه کې رانه ورک شو.»

دغې مور زیاته کړه: «همدومره پوهېږم چې متین د الوتکې تر وزر لاندې ناست و؛ ځکه په ټولنیزو پاڼو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې متین ښکاري.»

د متین ورو عبدالعزیز وویل: «زه مې له اوښي سره هوایي ډګر خوا ته تللی وم، هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، له عزیز اغا نومي ورور سره مې اړیکه ونیوه او ورته ومې ویل دا څه حال دی، که متین ځي را ویې ګرځوه او دلته یې راوله.»

هغه زیاته کړه: «متین له خوبه پاڅوي او تر میدانه یې راولي او میدان ته هم دننه کېږي او په پای کې دغه جنجال رامنځته کېږي.»

نوموړي وویل: «هغه ویډیو چې ماته رسېدلې، په کې لیدل کېږي چې متین له ۲۱ نورو کسانو سره د الوتکې پر سر ناست دی چې له دې ډلې دوو کسانو یې ځانونه ځمکې ته راخوشي کړل او ۱۹ نور تر اوسه لادرکه دي.»

هغه زیاته کړه: «د ۱۲ کسانو جسدونو موجود وو او ما ولیدل؛ خو زما ورور په کې نه و. معلومه نه ده چې زموږ ورور له افغانستانه وتلی، بېرته راغلی؟ په میدان کې دی؟ موږ ته تر اوسه طالبانو اجازه نه ده راکړې چې میدان نه دننه شو او ورور مو پیدا کړو.»

نوموړي وویل چې د کابل ډېرې سیمې یې په ورور پسې کتلې؛ خو تر اوسه یې د هغه په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه کړي.

هغه هم له نورو کورنیو وغوښتل چې په داسې وضعیت کې د خپلو کورنیو د سفر کولو مخه ونیسي چې په هوایي ډګر کې د ورځې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او ځینې له یوه بل نه ورکېږي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.