ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوبایډن: د کابل هوایي ډګر چاودنې عاملین به پیدا او له منځه یوسو

جوبایډن: د کابل هوایي ډګر چاودنې عاملین به پیدا او له منځه یوسو

author avatar
27 Aug 2021 - 09:09
جوبایډن: د کابل هوایي ډګر چاودنې عاملین به پیدا او له منځه یوسو
author avatar
27 Aug 2021 - 09:09

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي چې د کابل په هوایي ډګر کې د شوې چاودنې عاملین به پیدا او له منځه یوړل شي.

جوبايډن دغه څرګندونې د کابل په هوایي ډګر کې له شوې چاودنې وروسته وکړې او زیاته یې کړه چې دوی به له یاد شوي هوایي ډګر څخه د امریکایي او له دوی سره د کارکوونکو افغانانو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکړي.

له څو ورځو راهیسې د کابل هوایي ډګر په ټولو دروازو کې لسګونه زره کسان راټول شوي دي ترڅو امریکا او نورو هېوادونو ته له دې لارې ځانونه ورسوي.

له دې مخکې امریکا او ځینو نورو هېوادونو د کابل د هوایي ډګر په دروازو کې د احتمالي چاودنو د ترسره کېدو خبر ورکړی و.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ولسمشر بایډن وویل چې امریکا به دغه برید هېر نه کړي، وبه یې نه بښي او حتما به یې عاملین پیدا او له منځه یوسي.

هغه دا هم وویل چې د داعش ډلې پر ګټو باندې یې د برید لارښوونه کړې ده.

د ده په وینا، امریکا به ونه ډاره شي او له افغانستان څخه به د خپلو کسانو تر بشپړو وتلو پورې خپل پروګرام ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې هغه ډېر غمجن ښکارېده، د مړو شوو کسانو له کورنیو سره یې غمرازي وښوده او د درناوي په توګه یې یوه شېبه چوپتیا غوره کړه.

د کابل د هوایي ډګر د ایبي په نوم دروازه کې د پرونۍ چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې خپریږي.

وروستۍ شمېرې په دغه درنه چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا ۹۰کسان او د ټپیانو ۱۵۰ کسان یادوي، خو دغه ارقام هم د بدلون په حال کې او وروستي نه دي.

دغه راز په دغې چاودنه کې چې د ځانمرګي برید نوم ورکړل شوی، د ۱۲ امریکایي سرتېرو د وژلو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د دغه برید زیاتره قربانیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي.

د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته دا لومړۍ چاودنه ده چې ترسره کېږي، ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د دغې چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د طالبانو ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او سهیل شاهین د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې یاد برید د کابل هوایي ډګر په هغه ساحه کې شوی چې د ساتنې مسووليت یې د امریکایانو پر غاړه دی.

بله خوا د امریکا د پوځ یو قوماندان جنرل فرانک مکینزي ویلي چې دغه برید د داعش ډلې د دوو ځانمرګو بریدګرو له خوا ترسره شو.

د یادونې ده چې دغه برید کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

Visits: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.