جلال اباد (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۰): ځايي اوسېدونکي وايي چې د ننګرهار ولايت په مرکز کې د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د سيمې خلک وايي چې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار اوومه ناحيه کې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو يوې بې پېلوټه الوتکې هوايي بريد کړی چې د يوې کورنۍ يو نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم په کې وژل شوي دي.
خو يو شمېر نړيوالو رسنيو د امريکايي چارواکو له قوله ويلي چې په دغه بريد کې يې د داعش ډلې هغه غړی په نښه کړی چې د کابل د هوايي ډګر د وروستي بريد په پلان جوړولو کې یې لاس درلوده.
په سيمه کې حاکمو طالب مسوولينو خبريالانو ته اجازه ور نه کړه چې د هغه کور تصويرونه واخلي چې تېره شپه پرې بريد ترسره شوی دی.
خو ځايي اوسېدونکو ويل، په بريد کې درې کسان وژل شوي چې يو نارينه، يوه ښځه او يو يې ماشوم دی.
د سيمې اوسېدونکو چې د طالبانو له ډاره يې خبريالانو سره له مرکو ډډه کوله د نوم او غږ نه خپرولو په شرط يې وويل چې په بريد کې پر نښه شوي کور کې ګڼې تذکرې، ماينونه او نور مهمات هم موندل شوي دي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، په کور کې اوسېدونکی کس اصلاً د دغې سيمې نه و او کور يې په کرايه نيولی و.
د ننګرهار ولايتي مسوولين په دې اړه څه نه وايي، خو هلته د کور پيره کوونکي طالب وايي چې مشران يې دوى ته د خبرو کولو او يا هم بل کس د کور د انځور اخيستلو اجازه نه ورکوي.
بلخوا د اسوشيتډپرېس اژانس د امريکا د متحده ايالتونو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوله ويلي چې په دغه بريد کې هغه شخص په نښه شوی چې د کابل هوايي ډګر په وروستې بريد کې یې لاس درلوده.
د يادونې ده په دغه بريد کې چې د پنجشنبې په ماښام ترسره شو له سلو ډېر کسان په کې وژل شوي او له دوو سوو ډېر په کې ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP