کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۰): په قطر کې د افغانستان د مخکني حکومت د سولې مرکچي پلاوی وایي، اوس هم د دغه پلاوي ډېر غړي په دوحه کې دي او تېره شپه یې د طالبانو له پلاوي سره د “ټولګډونه حکومت” د جوړېدو په تړاو اوږدې خبرې کړې دي.
شاوخوا ۱۱ میاشتې مخکې د مخکني حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه دوحې ته ولاړ. د دواړو لوریو مرکچي پلاویو کله، کله ناستې کولې، خو لاسته راوړنه یې نه لرله.
د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه طالبانو کابل ونیو او دا مهال یې له پنجشېر پرته ټول ولایتونه په واک کې دي، خو لا هم د مخکني حکومت د پلاوي ځینې غړي په داسې حال کې دوحه کې دي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي ځیني غړي کابل ته راغلي او دلته له سیاستوالو سره د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې کوي.
خو په دوحه کې د افغانستان د مخکني حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي مولوي عطاالله لودین د وږي په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس هم په قطر کې د ده په ګډون د مرکچي پلاوي له لسو ډېر غړي موجود دي.
لودین د ځینو رسنیو هغه خبرونه رد کړل چې ګواګې د دغه پلاوي غړي له قطر څخه د امریکا متحده ایالتونو په ګډون نورو هېوادونو ته تللي دي.
لودین زیاته کړه چې دوی په دوحه کې شته او تېره شپه یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او د هغوی د مرکچي پلاوي له نورو غړو سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړه: “په دغې ناسته کې د هېواد د راتلونکي ټولشموله حکومت په اړه اوږدې خبرې وشوې او حتی موږ ته یې دعوت راکړ چې له موږ سره به کابل ته یوځای ځئ.”
ده وویل: “دوی په دې هیله دي چې په افغانستان کې د ټولو سیاسیونو په مشوره ټولشموله حکومت جوړ شي او هلته د خپل امنیت پوره ډاډ ولرو، نو زموږ ترجیح دا ده چې موږ به خپل کابل او خپلو ولسونو ته ورځو، خو بل ځای ته د تګ اراده نه لرو.”
لودین د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، کېدای شي د پلاوي کوم غړی کوم هېواد ته تللی وي چې هلته به یې کور وي، خو د ده په ګډون د پلاوي ډېر غړي په دوحه کې دي.
د هغه په خبره، دوی په تمه دي ترڅو خپل هېواد ته ولاړ شي او هلته د افغانستان ستونزه حل شي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د تېرې شپې خبرو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې د مخکني حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړو د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو درې ورځې وروسته (د تېرې زمري میاشتې په ۲۷مه ) له قطر هېواد څخه غوښتي وو چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت تر جوړېدو دې هغوی ته په قطر کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي .
Views: 1133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن