خوست ښار (پژواک، ٨ وږى ١٤٠٠): سرچينې وايي، د افغانستان د ديني عالمانو د سراسري شورا پخوانی مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ طالبانو نيولی، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
که څه هم د هغه د نيول کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو سرچينې وايي چې نوموړی په خوست کې له خپل کوره بيول شوی دی.
د مولوي محمد سردار ځدراڼ زوی سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې طالبانو تېره ورځ سهار لس بجې د خبرو په پلمه له ځان سره بيولى، خو تر اوسه ترې هيڅ خبر نه لري.
بل لور ته د خوست مرستيال والي مولوي محمدالدين شاه مُخبِت له پژواک سره خبرو کې ومنله چې د افغانستان د ديني عالمانو د سراسري شورا پخوانى مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ دوی نيولی.
خو هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
خوست کې د ديني عالمانو سراسري شورا پخوانى مشر په داسې حال کې د طالبانو له خوا نيول شوى چې تر دې مخکې طالبانو د عمومي عفوې اعلان کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP