ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: د اسلامي، خدمتګار او په پرديو پورې تړاو نه لرونکي حکومته ملاتړ کوو

حکمتيار: د اسلامي، خدمتګار او په پرديو پورې تړاو نه لرونکي حکومته ملاتړ کوو

author avatar
31 Aug 2021 - 18:58
حکمتيار: د اسلامي، خدمتګار او په پرديو پورې تړاو نه لرونکي حکومته ملاتړ کوو
author avatar
31 Aug 2021 - 18:58

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۰): حزب اسلامي وايي، له داسې يوه حکومت چې اسلامي، د خلکو خدمتګار، ژمن، له قومي تعصبونو پاک وي او په پرديو پورې تړاو ونه لري، ملاتړ کوي، که څه هم د حزب اړوند کسان په کې نه وي شامل.

د حزب اسلامي افغانستان امیر ګلبدین حکمتیار نن (سه شنبه) په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ټولو افغانانو ته د نړۍ د درېيم ستر ځواک د ماتې او د افغانستان د اشغال پای ته رسېدو مبارکي ورکړه او ويې ويل: «موږ ټول دغې ورځ ته منتظر وو چې بهرني ځواکونه او ناټو په داسې حال کې له افغانستانه وځي چې شرمنده، سرټيټی، نامراده او مات شوي وي.»

د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله تېره شپه د کابل له هوایي ډګره ووتله او له دې سره یې خپله تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوله.

امريکايي ځواکونو او متحدينو يې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ. وروسته د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله او بیا دوه پړاوه (لس کاله) د کرزي او شاوخوا شپږ نیم کاله د محمد اشرف غني پر مشري جمهوري حکومتونه جوړ شول.

طالبانو چې اوس یې کابل هم نیولی او له پنجشېر پرته پر ټول هېواد واکمن دي، د دویویاند  ذبیح الله مجاهد وايي: "زموږ هېواد په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه."

حکمتیار نن په دې اړه وويل چې افغانانو د يوې پېړۍ په اږدو کې درې سترو زبرځواکونو (بريتانيا، شوروي او امريکا او متحدينو ته) ته ماتې ورکړې، خو دغو هېوادونو د خپلو «بړېڅو» پر مټ لاسوهنې کړي او بهرنيانو د جواسيسو په توګه کارولي دي.

دی زياتوي، د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي ورته ويلي چې د حزب اسلامي غړي بايد د راتلونکي حکومت په ښو موقفونو باندې وګومارل شي او د هېواد د جوړونې په چارو کې ګټه ورنه واخيستل شي.

هغه وويل: «په دې مبارزه کې ټول افغانان شامل دي او د دوی د قربانيو له برکته نن هر څه ترلاسه شوي، او حزب اسلامي داسې يو حکومت چې اسلامي وي، د خلکو خدمتګار وي، متعهد وي، له قومي تعصبونو پاک، په اجنبيو پورې اړوند حکومت نه وي، ملاتړ کوي، که څه هم د حزب اړوند کسان په کې نه وي شامل؛ دا د مشارکت خبرې بيا ثانوي خبرې دي.»

حکمتیار له هېواد بهر ته د تللو افغانانو ته په اشارې سره وويل: «امريکا زموږ له غمه نه ده مړه، کوم کسان يې جې بهر ته بولي، غواړي له دوی څخه د مبلغينو په توګه استفاده وکړي، د جواسيسو په توګه استفاده وکړي او حتی غواړي د کرايي جنګياليو په توګه استفاده ورنه وکړي؛ په راتلونکې کې موږ بايد متوجه واوسو.»

د ده په وينا، په تېرو کې ډېرو حکومتونو له حزب اسلامي سره دښمني لرله او د فکري، قومي او نورو تعصبونو له مخې به يې د دې حزب غړي څنډې ته کول، خو اوس چې دا روحيه بدله شوې، ستر تحول دی او حزب اسلامي له قيد او شرط پرته د راغلو شرایطو او فضا ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه، لا هم د امريکا د کانګرس غړو، فرانسې او هند په افغانستان کې د ځينو کسانو مالي او پوځي ملاتړ ته ټټر وهلی او غواړي چې په افغانستان کې لا هم ستونزې پر ځای او د وينو تويېدل جاري وساتي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.