کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغانان «د پرېکړې او فرصت شېبه» ولري او د هېواد راتلونکی به یې په خپلو لاسونو کې وي.
د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله تېره شپه د کابل له هوایي ډکره ووته او له دې سره یې خپله تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوله.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسېده.
د هغه په وینا، د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغانان «د پرېکړې او فرصت شېبه» ولري او د هېواد راتلونکی به د دوی په خپلو لاسونو کې وي.
خلیلزاد وایي، افغانان به خپله لار په بشپړه خپلواکۍ کې غوره کړي او هغوی (افغانان) به د خپلې جګړې ختمولو فرصت هم لري.
خلیلزاد لیکلي: «طالبان اوس له یوه ازمایښت سره مخ دي، آیا دوی به خپل هېواد داسې یوې خوندي او نېکمرغه راتلونکي ته ورسوي چې په کې ټول وګړي، نارینه او ښځې، له خپلو توانمندیو کار واخلي؟ ایا افغانستان به وکولای شي چې د خپلو بېلابېلو کلتورونو، تاریخونو او دودونو ښکلا او ځواک نړۍ ته وړاندې کړي؟»
هغه لیکي چې د افغانستان اوږدې جګړې امریکایان او افغانان له ډېرو اړخونو، ښه او بد، اغېزمن کړي.
د ده په وینا، د افغانستان یوه وتلي بچي، رومي ویلي: «دا ستاسو او یوازې ستاسو لار ده، نور ښايي له تاسو سره پل واخلي، خو هيڅوک به یې ستاسو لپاره بشپړه نه کړي.»
خلیلزاد ویلي: «افغانان او امریکایان به هر یو خپله لار واخلي، خو څنګ تر څنګ...موږ افغانانو ته له سولې او ټیکاو نه رامنځته شوې د ښېرازیو د یوې راتلونکې هیله کوو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP