Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ستانکزی: تر دوو ورځو به افغانستان کې ټولګډونه حکومت اعلان شي

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، تر راتلونکو دوو ورځو به افغانستان کې داسې نوی ټولګډونه حکومت اعلان شي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او دا مهال یې له پنجشېر پرته ټول افغانستان په واک کې دی، خو تر اوسه حکومت نه دی اعلان کړی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله هم وړمه شپه د کابل د هوایي ډګر له لارې له افغانستانه وتلې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال  شېر محمد عباس ستانکزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې په راتلونکو یوې - دوو ورځو کې به حکومت اعلان شي او دغه حکومت به داسې وي چې د سیاسي ګوندونو غړي به هم په کې ونډه ولري.

ده ویلي چې دا حکومت به ټولګډونه وي او د افغانستان ټول ملیتونه به په کې خپل ځان وویني، خو د تېر حکومت جګپوړي چارواکي به په کې نه وي.

هغه وایي چې په نوي حکومت کې به هغو کسانو ته ځای ورکول کېږي چې تقوا ولري، پرهېزګاره وي او لوړې زده کړې یې کړې وي.

د هغه په وینا، طالبان داسې حکومت غواړي چې په کور دننه او بهر کې ملاتړ ولري.

ستانکزی په حکومت کې د ښځو د ونډې په اړه وایي چې تر دې دمه په لوړه کچه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې، خو ښځو ته په حکومتي ادارو کې د شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د رهبرۍ شورا کندهار کې په درې ورځنۍ غونډه کې په هېواد کې د نوي اسلامي حکومت د جوړېدو او کابینې په اړه مشورې کړي او له ولس سره د ښه چلند او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه یې  هم پرېکړې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.