Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مخکني سیاسي نظام له سقوط وروسته له ازبکستانه لومړی کاروان سوداګریز توکي وارد شول

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د محمداشرف غني حکومت له سقوط وروسته دوه اور ګاډي سوداګریز توکي له ازبکستانه افغانستان ته وارد شول.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مسوول چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې په دغه کاروان کې د سون او خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي او داسې نور شامل دي.

ده زیاته کړه: «دوه اور ګاډي تجارتي مالونه د اوسپنې پټلۍ له لارې له ازبکستانه د حیرتان ښارګوټي ته وارد شول.»

نوموړي د یادو توکو واردېدل یو ښه خبر او هیله بښونکی وګاڼه او زیاته کړه چې د هغو توکو پر بیو کې به مثبت اغېز وکړي چې په وروستیو تحولاتو کې لوړ شوي وو.

د یادونې ده، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ډېرۍ ولایتونو له نیولو وروسته د روان کال د زمري ۲۴مه کابل هم ونیو.

د اسلامي امارت په لاس د مخکني نظام د سقوط په تعقیب کابل یو نظامي حالت غوره کړ، د تعلیمي  او تحصیلي مرکزونو په ګډون ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې، بانکونه او د کابل سرای شهزاده خپل فعالیتونه بند کړل.

د یادونې ده، د سیاسي نظام د تغییر په پایله کې د هېواد واردات او صادرات  هم زیانمن شول، د خوراکي او نفتي توکو بیې د تېرې میاشتې په پرتله نږدې لس سلنه لوړې شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.