کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): په کابل کې یو زيات شمېر علماوو له طالبانو او احمد مسعود څخه د سوله ييزې لارې د مشکل د حل غوښتنه وکړه.
د کابل ښار په عبدالرحمن جومات کې يو زيات شمېر علماوو د غونډې په ترڅ کې د پنجشېر د جنګ له دواړو لوريو څخه وغوښتل چې د سولې خبرو ته را وګرځي او د روان جنګ په ترڅ کې د وژل کېدونکو سلګونو انسانانو ژوند وژغوري.
یادو علماوو د خپلو خبرو په پای کې اعلاميه هم خپره کړه، چې په کې ټينګار شوی چې په پنجشېر کې دې روان جنګ په بېړنۍ توګه ودرول شي. د تلپاتې سولې لپاره باید دواړه لوري جنګ ودروي او علماوو او خیرغوښتونکو کسانو ته اجازه ورکړي چې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې دواړه لوري د سولې خبرې وکړي او پايلې ته ورسېږي.
یادو علماوو د اسلامي همکارۍ له سازمان، د هېواد او اسلامي نړۍ له ټولو خیرغوښتونکو څخه غوښتي، لکه څنګه يې چې اعلاميه خپره کړې، په همدې ډول د پنجشېر د قضيې د حل لپاره عملي اقدامات وکړي او کابل کې د دواړو لورو ترمنځ د جنګ د ختم او د مذاکراتو د ترسره کولو لپاره غونډه جوړه کړي.
علماوو د اسلامــــي امارت له مسوولينو څخه غوښتي چې پر پنجشېر باندې وضع شوي بنديزونه ختم کړي تر څو د پنجشیر خلک له دې بحران څخه زيانمن نه شي .دغه راز دې د پنجشېر خلک په مقاومت کوونکو فشار راوړي تر څو خبرو او د علماوو منځګړيتوب ته زمينه برابره شي.
علماء وایي، دا چې د مسلمانانو ترمنځ جنګ شرعي توجيه نه لري، نو پنجشېر هم د افغانستان یو ګوټ دی، ځکه نو دوی د مقاومت له جبهې او اسلامي امارت څخه غواړي چې جګړه ودروي او له سوله ییزې لارې څخه د عادلانه حکومت د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي، ترڅو علما په دې برخه کې خپل نقش ولوبوي او پنجشېر هم د اسلامي امارت یوه برخه او ارام او اباد پاتې شي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن