ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د لاریونونو مخه نه نیسي

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د لاریونونو مخه نه نیسي

author avatar
6 Sep 2021 - 14:41
د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د لاریونونو مخه نه نیسي
author avatar
6 Sep 2021 - 14:41

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د بشري حقونو د څار ډله او رسنۍ له اسلامي امارته غواړي څو د لاریونونو او اعتراضاتو مخه- چې د خلکو مدني حق دی- ونه نیسي.

د بشري حقونو د څار ډله  دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د وږي په ۱۳مه په کابل کې د ښځو یوه اعتراضي غونډه پر تاوتریخوالي واوښته. یاده ورځ یو شمېر ښځې چې د کابل ښار له پل محمود خان څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور حرکت کړی و، د طالبانو له خوا کلابندې شوې او د مخکې تګ اجازه ور نه کړل شوه.

طالبانو ویلي وو، کله چې لاریون کوونکې له کنټروله ووتې، اړ شول چې اوښکې بهوونکی ګاز وکاروي؛ ځکه په دې ساحه کې تګ راتګ منعه دی.

رسنیز فعال عبدالحق حماد وویل: «دغه لاریون کوونکي د ارګ، بهرنیو چارو وزارت او صدارت لور ته چې یوه امنه ساحه ده او چا ته په کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، په حرکت کې وو. طالبانو ډېره هڅه وکړه چې مخنیوی یې وکړي خو کله چې اړ شول، مجبور شول چې مخه یې ونیسي.»

د بشري حقونو د څار ډلې او رسنیو (WHMO) نن د وږي په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «ځينو ښخو چې په کابل کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سوله ییز لاریون کړی و، د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوې.»

په خبرپاڼه کې راغلي، هغوی وایي چې طالبانو پرې هوایي ډزې وکړې او اجازه یې ورنه کړه چې لاریون ته دوام ورکړي او تر چارواکو غږ ورسوي.

سرچینې لیکلي: «د دوی له ډلې نرګس ادعا کوي چې طالبانو ووهله، موږ له طالبانو غواړو څو له خلکو خپل حق، لکه سوله ییز لاریون، وانه خلي، باید د خلکو غږ واورېدل شي او هغه حقوق چې نړیوال کنواسیون، مدني قوانینو او د اسلام مقدس دین ورکړي، ورکړل شي.»

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې په دې حساسو شرایطو کې افغانان یوازې پرې نه ږدی، په ځانګړي ډول د ښځو ملاتړ وکړي، څو قانوني حقوق ورکړل شي او له طالبانو سره په دې اړه جدي خبرې وشي.»

په کابل او هرات کې د مېرمنو لاریونونه هغه وخت پیل شول چې  په قطر کې د طالبانو د تحریک غړي شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، ښځې نه شي کولی چې د حکومت په لوړو پستونو کې کار وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت ځواب هم ولري، خو تر اوسه پر اخیستو نه دی بریالی شوی.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.