ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې يو سړی ادعا کوي چې پنځلس کلنه لور يې اختطاف شوې

بلخ کې يو سړی ادعا کوي چې پنځلس کلنه لور يې اختطاف شوې

author avatar
11 Sep 2021 - 14:35
بلخ کې يو سړی ادعا کوي چې پنځلس کلنه لور يې اختطاف شوې
author avatar
11 Sep 2021 - 14:35

مزارشریف (پژواک، ۲۱وږی ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې يو سړی ادعا کوي چې پنځلس کلنه لور يې اختطاف شوې؛ خو ځايي مسوولين بيا دغه پېښه اختطاف نه بولي او د پلټنو خبر ورکوي.

د مزارشريف اوسېدونکي کاظم اميني پژواک اژانس ته وويل چې يوه پنځلس کلنه لور يې د جمعې په ورځ مخکې له غرمې د مزار ښار ظهيرالدين کارتې په مربوطاتو کې تښتول شوې ده.

هغه زياتوي چې ټاکل شوې وه لور يې د شنبې په ورځ د خپلې اطلاع نامې اخيستو لپاره ښوونځي ته لاړه شي؛ نو ځکه د جمعې په ورځ د خپلو ځينو اسنادو د پرنټ کولو لپاره له کوره وتلې وه.

د هغه به خبره، تښتول شوې لور يې د لسم ټولګي زده کوونکي وه او هغه مهال چې اختطاف کېده د خاله لس کلنه لور یې هم ورسره وه؛ خو په وينا يې تښتوونکو يې د خاله لور نه ده بيولې.

محمد کاظم اميني وايي چې دی اصلاً د فارياب ولايت اوسېدونکی دی خو له تېرو شپږو مياشتو راپه دېخوا مزارښار کې اوسېږي.

نوموړی وايي چې دمګړۍ د حيرتان ښارګوټي په دارالمعلمين کې د خدمتي ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

اميني پژواک ته وويل چې د لور له تښتول کېدو وروسته يې په مزارشريف کې د دويمې امنيتي حوزې مسوولينو ته عريضه کړې چې د لور په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

په ورته مهال بيا مزارشريف کې ځايي مسوولين د يادې پنځلس کلنې نجلې اختطاف کول نه تاييدوي؛ خو زياتوي چې په دې تړاو پلټنې کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست ذبيح الله نورانی پژواک ته وويل چې د يادې قضيې په تړاو د دوی معلومات تر اوسه نه دي پشپړ شوي.

هغه وويل چې ياده موضوع اختطاف نه ده، بلکې ځيني معلومات ښيي چې ياده نجلۍ په خپله خوښه چا سره تښتېدلې ده.

نوراني زياته کړه چې ياده قضيه به په جدي ډول وپلټي او پايلې به يې له رسنيو سره شريکې کړي.

د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو وروسته د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې تر ډېره پورې د غلاوو، تښتونو او مرموزو وژنو مخنيوی شوی دی.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.