کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): پرون د قطر د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره لیدلي او داوړه لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او اوس پر ټول هېواد حاکمیت لري. هغوی د وږي په ۱۶مه د نوي حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړه. محمد حسن اخند د نوي حکومت رئیس الوزرا دی، عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان ټاکل شوي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ملا محمد حسن اخوند تېره ورځ د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د قطر د امیر له مستشار الشیخ محمد ابن احمد المسند او د هغوی له مل پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.
هغه وایي چې په دغې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل په اړه خبرې وکړې.
محمد نعیم زیاتوي چې په یاده لیدنه کې افغان لوري د قطر له حکومت څخه مننه کړې چې تل په سختو شرایطو کې د افغانستان له ولس سره درېدلی او مرسته یې ورسره کړې ده.
د ده په وینا، محمد حسن اخوند په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د دوحې تړون د افغانستان یوه تاریخي لاسته راوړنه ده او یاد هوکړه لیک ته باید ټول اړخونه ژمن پاتې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د ښو اړیکو پر دوام او د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو پر راجلبولو ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې محمد بن عبدالرحمان ال ثاني تېره ورځ کابل ته راغلی او تېره ورځ یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي وو.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن