ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو: د زده کړو زمینه باید ټولو، په ځانګړې توګه نجونو ته برابره شي

یونسکو: د زده کړو زمینه باید ټولو، په ځانګړې توګه نجونو ته برابره شي

author avatar
13 Sep 2021 - 14:39
یونسکو: د زده کړو زمینه باید ټولو، په ځانګړې توګه نجونو ته برابره شي
author avatar
13 Sep 2021 - 14:39

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ښوونه او روزنه له خطر سره مخ ده او باید د زده کړو ټول بنسټونه پرانیستل شي.

دغه سازمان په یاد راپور کې د «زده کړې حق: په افغانستان کې څه له خطر سره مخ دي؟» تر عنوان لاندې لیکلي: «افغانستان په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه درلودل او د دغه هېواد دغه مهمې لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي، او د ظهور په حال کې د انساني بحران رامنځته کېدو په صورت کې د زده کړو زمینه باید ټولو، په ځانګړي ډول نجونو ته برابره شي.

سرچینې لیکلي: «هغه څه چې په افغانستان کې په خطر کې دي، د ښوونې او روزنې په برخه کې د زده کړو د لاسته راوړنو چمتو کول په ځانګړي توګه د نجونو او مېرمنو لپاره مطلقه اړتیا ده.

په راپور کې د یونسکو عمومي رییس ادري ازولای ویلي چې د راجسټر شوو زده کوونکو شمېر له شاوخوا یو میلیون څخه لس میلیونو کسانو ته لوړ شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د ټولو نرانو ښوونکو شمېر ۵۸ سلنه او د ښځو د سواد کچه له ۱۷ څخه ۳۰ سلنې ته لوړوالی ښیي.

په یاد راپور کې راغلي، د ښځو په ګډون کې د پام وړ ډېروالی راغلی: په ۲۰۰۱ کال کې په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو  شمېر صفر و؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې ۵،۲ میلونو زده کوونکو ته ورسېد. په ۲۰۲۱ کال کې په لومړنیو ټولګیو کې له هرو لسو زده کوونکوکو، څلور یې نجونې دي. په ۲۰۰۱ کال کې په پوهنتونونو کې د نجونو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وو، چې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۹۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی.

دغه راپور د هغو ګامونو پر مستندولو سربېره چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې درلودل، هغه بېړني اقدامات چې نړیواله ټولنه یې باید د پرمختګ ساتلو لپاره وکړي، هم په ګوته کوي.

یونسکو ویلي چې افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسي د ښوونې او روزنې او د ښځو د حقونو په برخه کې نړیوال معیار منلی او په اساسي قانون کې یې د ټولو اوسېدونکو لپاره د زده کړو حق ذکر کړی چې تر نهم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو لپاره لازمي زده کړې تضمینوي.

یونسکو ویلي چې د افغانستان د پرمختګ، ښوونې او روزنې ننګونې هم ډېرې دي، دغه هېواد د ترټولو بې وزله هیوادونو په ډله کې پاتې دی او د بشري پراختیا په ترټولو ټیټه کچه کې دی. تر نیمایي ډېرو ماشومانو د ښوونځي کلونو پر مهال نوم لیکنه نه ده کړې، په داسې حال کې چې ۹۳ سلنه ماشومان د ښوونځي د کلونو پر وخت د لوستلو مهارت نه لري.

سرچینې لیکلي، کوویډ-۱۹ او جګړې، پر ښوونه او روزنه ډېر فشار راوړی؛ لکه څنکه چې میلیونونه زده کوونکي د ښوونځیو او د زده کړې او نورو موسسو له رخصتیو زیانمن شوي دي.

په راپور کې راغلي، وړاندوینه کېږي چې د داخلي بېځایه شوو شمېر به ډېر شي، ماشومان به د زده کړې له لاسه ورکولو او نسلي ناورین له خطر سره مخ شي چې په راتلونکو کلونو کې به د هېواد پر دوامداره پراختیا منفي اغېزه وکړي.

دغه راپور خبرداری ورکوي چې د ښځو ښوونکو کمښت، د ښوونکو معاشونو په برخه سخت محدودیتونه او د نړیوالو مرستو بندېدل، د زده کړو پر دوام عاجلې او جدي پایلې لرلای شي. دغه هېواد ډېری په نړیوالو مرستو ولاړ دی چې د ښوونې او روزنې نیمایي لګښت یې له همدې مرستو ورکول کېږي.

یونسکو ویلي: «که پر ګډو زده کړو او د نارینه وو له خوا د مېرمنو پر تعلیم بندیز ولګول شي، نو دا به په لوړو زده کړو او د نجونو په زده کړو کې د مېرمنو پر ونډه ژور اغیز وکړي، او د دوی پر ژوند او کار به هم منفي اغېزه ولري.»

د یونسکو په راپور کې په دې برخه کې له ټولو اړوندو خواوو د چټکو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

د ټولو زده کونکو بېرته ښوونځو ته راوستل، د زده کړو د ټولو بنسټونو بېرته پرانیستل، یو ځای زده کړو ته عادلانه لاسرسی، ښوونکو په خپل وخت سره د معاشونو په ورکولو د هغوی ملاتړ او د دوی د مسلکي پرمختګ فرصتونه چمتو کول، د ښځو ښوونکو په ځانګړې توګه کلیوالي سیمو کې د هغوی د امنیت د ټينګښت سربېره، په زده کړو کې د مېرمنو د ګډون خنډونه لرې کول، د بېځایه شوو لپاره د زده کړو خدمتونو چمتو کول، او د تعلیمي نصاب پیاوړتیا، په یاد راپور کې د یونسکو له وړاندیزونو څخه دي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.