ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل شهرنو پارک کې د بېځایه شوو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي

د کابل شهرنو پارک کې د بېځایه شوو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي

author avatar
15 Sep 2021 - 16:07
د کابل شهرنو پارک کې د بېځایه شوو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي
author avatar
15 Sep 2021 - 16:07

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۰): د کابل په شهرنو پارک کې یو شمېر داخلي بېځایه شوي وایي چې د پیسو نه لرلو په دلیل خپلو سیمو ته نه شي ستنېدای او له مسوولینوغواړي چې د دوی په لېږد کې مرسته وکړي.

د یادونې ده، طالبانو د کابل له نیولو مخکې په پرله پسې ډول ولایتونه ونیول چې په پایله کې یې د ولایتونو زرګونه اوسېدونکي ښارونو، په ځانګړي ډول کابل ته کډه شول.

د شمالي ولایتونو لسګونه اوسېدونکي خیرخانې کوتل، شهرنو پارک او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

د کابل شهرنو پارک چې د دغه ښار له تفریحي ځایونو دی، لسګونه کورنۍ  په خېمو کې شپې او ورځې تېروي او په یاد پارک کې د خېمو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

پژواک خبري اژانس په شهرنو پارک کې له څو کسانو سره مرکې کړې او ډېری مرکه کېدونکو د اقتصاد خرابوالی، بېکاري او بېوسي خپلې ستونزې یادې کړې دي.

د تخار ولایت یوه بېځایه شوي امان الله پژواک ته وویل چې یوه نیمه میاشت مخکې د طالبانو له خوا د تخار ولایت سقوط او د دوی پر کورونو د مخکني حکومت د بمباریو له امله اړ شول چې له خپلې کورنۍ سره کابل ته را وکوچېږي.

نوموړي وویل: «اوس چې د خدای فضل دی ارامي ده، غواړو خپلو کورونو ته لاړ شو خو د کرایې پیسې نه لرو.»

نوموړي د حکومت له مسوولینو او ملي سوداګرو وغوښتل، څو د داخلي بېځایه شوو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او ولایتونو ته د هغوی د کورنیو د لېږد زمینه برابره کړي.

ذبیح الله چې د خپلې کورنۍ شپږوغړوسره له کندزه بېځایه شوی وویل لسګونه کورنۍ د تخار، کندز، بغلان او پنجشیر ولایتونونه دې ځای ته راکډه سوي او شپه او ورځ په خېمو کې تېروي.

نوموړي ادعا وکړه چې تر اوسه یې هيڅ ډول مرسته د حکومت تاجراو خیریه بنسټ  له خوا نه ده ترلاسه کړې.

ده وویل، د ولایتونو ټول بېځایه شوي چې دلته اوسېږي، خپلو سیمو ته د بېرته ګرځېدو لپاره پیسې نه لري او باید په دې اړه اقدام وشي څو هغوی خپلو کورونو ته لاړ شي.

سرچینې وویل، کومې کورنۍ چې دلته په خېمو کې اوسېږي، یوازې د ولایتونو نه دي، بلکې خپله د کابل خلک هم دي چې د مرستو اخیستو په موخه د ورځې راځي او د شپې بېرته خپلو کورونو ته ځي.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې مرستې راځي، د هغوی له خوا چور کېږي؛ واقعي بېځایه شوو ته نه رسېږي. ځينې کورنۍ د یوې وچې ډوډۍ اخیستو وس نه لري او ماشومان یې د شپې په لوږه ویده کېږي.»

د پنجشېر ولایت د پوچاوه درې اوسېدونکی محمد اسلام چې پر پښه معلول دی، وایي، څلور ورځې مخکې چې کله یې په سیمه کې جګړه پیل شوه، کابل ته راغلل.

دغه بېځایه شوي  وویل، څه پيسې مې چې لرلې هغه خلاصې شوې، اوس خپلې کورنۍ ته د یوې ډوډۍ اخیستو پيسې نه لري.

هغه وویل چې دلته د پنجشېر ۲۷ کورنۍ را بېځایه شوې او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده له مسوولینو او سوداګرو وغوښتل چې د ولایت ترامن کېدو پورې یې د ماشومانو او کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

د «وقت مکتب خیریه بنسټ» رییس صفي الله پژواک ته وویل، له بېځایه شوو سره مرستې یې د مخکني او اوسني نظام د سختو جګړو له پیلېدو سره سمې پیل کړې او تر اوسه دوام لري.

هغه زیا ته کړه چې د کابل ښار په سرای شمالي او د خیرخانې پارک ساحو کې له ګڼو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.

نوموړي وویل چې په بېځایه شوو کې ځینو کابل ښاریانو هم نفوذ کړی او د اصلي بېځایه شوو حق یې تر پښو لاندې کړی دی.

هغه زیاته کړه: «نن د شهرنو پارک ته راغلم، څو له هغو کسانو سره چې لېوالتیا لري خپلو ولایتونو ته لاړ شي، مرسته وکړم.»

د یاد بنسټ رییس ادعا وکړه چې په ځينو سیمو کې اصلي بېخایه شوي حضور نه لري، بلکې ټول خلک استفادې والا دي او خپلو ولایتونو ته د بېرته ګرځېدو ته حاضر نه دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د مسوولینو ځواب هم ولري، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.