ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: کونړ کې پوځي تجهيزات او وسايط له منځه نه دي وړل شوي

author avatar
17 Sep 2021 - 11:10
author avatar
17 Sep 2021 - 11:10

اسعداباد (پژواک، ٢٦ وږى ١٤٠٠): د کونړ والي هغه ادعاوې بې بنسټه بولي چې په دغه ولايت کې نظامي تجهیزات او وسایط له منځه وړل شوي دي.

د کونړ والي محمد عثمان ترابي وايي چې په دغه ولایت کې ټولې هغه درنې وسلې، وسایط، نظامي تجهزات او مهمات يې د دوېیمې پلې لوا مرکزي قوماندانۍ کې را ټول کړي او خوندي دي.

د نوموړي په وينا نورو طالبانو ته يې سپارښتنه کړې چې دغه پوځي توکي د ملت پانګه او بیت المال دی بايد له ضايع کېدو څخه مخنيوي وشي او په ښه توګه وساتل شي.

دغه راز د دوېیمې پلې لوا قوماندان مولوي عبدالله حقاني وايي: ((موږ د اسلام او ملت په خاطر مبارزه کړې، د بیت المال ساتنه فرض ده او ټول ملت ته یې د بشپړ حفاظت ډاډ ورکوو.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځينې راپورنه خپاره شوي وو چې په کونړ ولايت کې يوه اندازه پوځي تجهيزات او وسايط له منځه وړل شوي دي.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.