ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي

په ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي

author avatar
18 Sep 2021 - 13:43
په ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي
author avatar
18 Sep 2021 - 13:43

جلال اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې درېیو چاودنو دوه طالبان وژلي او د درېیو ملکي وګړو په ګډون ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند په «غوچکو» سيمه کې د طالبانو په رېنجر موټر چاودنه وشوه، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د سرچیني د معلوماتو له مخي، دويمه چاودنه د ښار د دويمې ناحيې اړوند د تلوېزيون له تپې سره نږدې په يو رېنجر موټر وشوه چې یو شمېر کسان یې سرسري ټپیان کړل.

خو د پېښې يو عيني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وایي چې د تلوېزیون تپې ته څېرمه بله چاودنه هم هغه مهال وشوه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته یو شمېر طالبان په سیمه کې راټول شول.

ده د چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لرل، خو جلال اباد کې د حوزوي روغتون يوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې دغه روغتون ته د چاودنو له ځایه ۲۱ ټپیان وروړل شوي چې دوو یې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه وویل چې په ټپیانو کې دوه مېرمنې او يو بل ملکي وګړی شامل دي، خو پاتې نور وژل شوي او ټپیان طالبان دي.

د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.