ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې جګړه درېدلې، خو اقتصادي ستونزې پر کړکېچ د بدلېدو په حال کې دي

افغانستان کې جګړه درېدلې، خو اقتصادي ستونزې پر کړکېچ د بدلېدو په حال کې دي

author avatar
18 Sep 2021 - 17:53
افغانستان کې جګړه درېدلې، خو اقتصادي ستونزې پر کړکېچ د بدلېدو په حال کې دي
author avatar
18 Sep 2021 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰): افغانستان کې جګړه درېدلې، خو د نوي حکومت او نړیوالو ترمنځ د غیر عادي تعاملاتو له امله دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ داسې چې د «ای اېم اېف» په وینا، کېدای شي له بشري کړکېچ سره مخ شي.

  • د پیسو نړیوال صندوق: د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن یو؛ کېدای شي په دغه هېواد کې بشري کړکېچ رامنځته شي.
  • نړۍ له افغانستان سره په بشري برخه کې د څه باندې یو میلیارد امریکایي ډالر مرستې ژمنه وکړه.
  • چین: د شانګهای غړي هېوادونه دې د نرمو تګلارو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.
  • روسیه: د شانګهای غړي هېوادونه دې له کابل سره بیا اړیکې پیل کړي.
  • ازبکستان: په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پانګه دې بېرته له دغه حالت څخه و ایستل شي.
  • د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد په افغانستان کې له نوي اعلان شوي حکومت څخه ملاتړ وکړ.
  • د بشري حقونو نړیوال سازمان: طالبانو د ښځو د حقونو په تړاو کړې ژمنې نه دي عملي کړې.
  • خلیلزاد د پخواني ولسمشر غني تېښتې ته په اشاره وایي: افغانان په افغانستان کې د اوسني وضعیت عاملین دي.
  • متقي نړیوالو فشارونو ته په اشاره وایي: افغانستان غریب هېواد دی، فشار مه پرې راوړئ، د فشار پالیسي نتیجه نه ده ورکړې.
  • تېره اوونۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړه روانه وه، خو وروسته له هغه چې طالبانو د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه پنجشېر هم ونیو، جګړې درېدلې او کېدای شي له کلونو راهیسې دا دويمه اوونۍ وي چې په جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل او شپږ نور ټپیان دي.

يو کس په هدفي برید کې په کندهار کې ټپي شوی؛ په اروزګان کې د ګيزاب ولسوالی د امنيت پخوانی امر وژل شوی؛ په کندوز کې د برېښنا يو کارکوونکی وژل شوی او په چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې يو بې سره مړی موندل شوی دی. د دغو وژنو او چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی. دغه راز په مزارشريف ښار کې پنځه انسان تښتوونکي له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول او يو طالب ټپي دی.

وړمه اوونۍ هم د جګړو له امله څوک نه وو وژل شوي، خو په هدفي وژنو کې پنځه پخواني پولیس په کندهار کې، یوه پخوانۍ پولیسه په غور کې، دوه ملکي وګړي د کابل په پغمان کې او د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح ورور په پنجشېر کې وژل شوي دي. د دغو وژنو مسوولیت هم چا نه دی منلی.

د یادونې ده، وړمه اوونۍ په پنجشېر کې د طالبانو د مخالفې جبهې ویاند فهیم دشتي او د دې جبهې یو بل قوماندان هم په یاد ولایت کې وژل شوي دي. د دغو دوو کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه بېلابېلې څرګندوني کېږي؛ طالبانو ويلي وو چې هغه په خپلمنځي شخړه کې وژل شوي، خو ځیني بیا ادعا کوي چې د پاکستان په هوایي برید کې وژل شوي دي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ونیو، د وږي په ۱۵مه یې د پنجشېر ولایت هم تر خپل واک لاندې راوست او دا مهال یې ټول افغانستان په کنټرول کې دی. هغوی د همدې میاشتې په ۱۶مه سرپرسته کابینه هم اعلان کړه چې د ډېرو له نیوکو سره هم مخ شوه.

نړیوال غبرګونونه او د افغانانو ستونزې

نړۍ تر اوسه نوی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی او د پخواني حکومت تر له منځه تلو وروسته امریکا د افغانستان پانګه کنګل کړې، تر اوسه په افغانستان کې بانکي فعالیتونه عادي حالت ته نه راګرځېدلي او یو کس ته په اوونۍ کې تر شل زره ډېرې افغانۍ نه ورکوي.

دې چارې خلک او ادارې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د دولتي او ډېرو نادولتي ادارو کارکوونکو تنخواګانې هم نه دي ترلاسه کړې.

د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته سخته اندېښنه ښودلې، د کړکېچن کېدو له احتماله یې خبرداری ورکړی؛ ویلي یې دي چې د اوس لپاره باید پر دې تمرکز وشي، څو له بهره افغانستان ته د پیسو د کوچنۍ کچې حوالو ته اجازه ورکړل شي.

له افغانستان سره د یو میلیارد ډالر ژمنه

خو په ورته وخت کې نړیوالې ټولنې د بشري مرستو لپاره له افغانستان تر یو میلیارډ ډالرو د ډېرې مرستې ژمنه هم په داسې حال کې کړې چې ملګرو ملتونو ترې د څه باندې ۶۰۰ ميلیون ډالرو غوښتنه کړې وه. دغه راز ځینو هېوادونو له افغانستان سره د درملو او خوراکي توکو مرستې هم کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې د مرستو هرکلی کړی، وايي چې هېوادونه او نړیوالې ادارې دې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او د طالبانو غړي دې له تور لېست و ایستل شي.

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو غبرګونه ښودلي چې ځیني یې سخت او ځیني نرم دي.

د تېرې اوونۍ غبرګونونه

د شانګهای سازمان په غونډه کې چې تېره ورځ (د وږي ۲۶مه) په تاجکستان کې جوړه شوه، د چین ولسمشر «شي جینګ پینګ» وویل چې د شانګهای غړي هېوادونه دې د نرمو تګلارو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وړاندیز وکړ چې د شانګهای غړي هېوادونه دې له کابل سره بیا اړیکې پیل کړي او نوي افغان چارواکي دې عادي حالت ته د ورځني ژوند راګرځولو لپاره د خپلو ژمنو پوره کولو ته وهڅول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزایوف بیا وویل چې له طالبانو سره د خبرو باوري کولو لپاره باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پانګه بېرته له دغه حالت څخه و ایستل شي او دغه سازمان باید د سخت دریځۍ د مخنیوي او له طالبانو سره د خبرو لپاره اقدامات وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد په افغانستان کې له نوي اعلان شوي حکومت څخه ملاتړ وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه حکومت خپلو خلکو او هېواد ته په سمه توګه خدمت وکړي. سرچیني له نوي حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

د بشري حقونو د نړيوال سازمان مشرې په جنیوا کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې ته ویلی، طالبانو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه کومې ژمنې کړې وې، هغه یې نه دي عملي کړې. ملګرو ملتونو طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې یې د ښځو بشري حقونه په پراخه کچه نقض کړي دي. طالبانو دا څرګندونې رد کړې دي، وایي ښځې د زده کړو، کار، ملکیت او ښه ژوند کولو حق لري.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په دوحه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو، د ښځو حقونو مراعاتولو او د ټولګډون حکومت پر اهمیت له خبرو وروسته کابل ته راغله او د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره یې هم ولیدل. سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو او امریکا په تور لېست کې شامل دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد وایي چې له هېواده د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني «تېښته» د دې لامل شوه چې د واک د لېږد طرحه او کابل ته د طالبانو د نه داخلېدو بهیر له ناکامۍ سره مخ شي. افغانان افغانستان کې د اوسنی وضعیت عاملین دي.

د دې لامل شوه چې د واک د لېږد طرحه او کابل ته د طالبانو د نه داخلېدو بهیر له ناکامۍ سره مخ او اوسنی وضعیت رامنځته شي.

متقي: افغانستان غریب هېواد دی فشار مه پرې راوړئ، د فشار پالیسي نتیجه نه ده ورکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په ښې کېدو دي؛ ځکه له وروستیو لیدنو، مرستو او اړیکو یو مثبت څرک لیدل کېږي چې دغه وضعيت به ورو، ورو ښه شي.

د ده په وینا، له افغانستانه د امریکا د وروستیو ځواکونو د وتلو په برخه کې طالبانو پر کړو ژمنو وفا وکړه، خو امریکا د دی پر ځای چې د دوی د هڅو قدرداني وکړي، د افغانانو پر شتمنیو یې بندیز لګولی.

دی زیاتوي: «امریکا لوی هېواد دی، باید حوصله وکړي، خو افغانستان یو غریب هېواد دی، باید داسې ورسره ونه شي چې څوک پرې سخت فشارونه راوړي؛ ځکه دې پالیسۍ دا شل کاله نتیجه نه ده ورکړې او په کار ده چې له ډیپلوماسۍ او اقتصادي اړیکو ګټه واخیستل شي.»

خلک له طالبانو څه غواړي؟

د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د ناامنۍ له امله د ماشومانو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوې وې، خو اوس بايد دغه ستونزه هواره شي.

په ننګرهار کې لسګونه ښځو او د مدرسو ښځينه زده کوونکو د يوې غونډې پر مهال د طالبانو له حکومته ملاتړ وکړ او د اسلامي شرعيت په چوکاټ کې يې ترې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.