ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځې په کابینه کې د ښځو پر نه شتون او د ښځو چارو وزارت لوحې پر کښته کولو نیوکه کوي

ښځې په کابینه کې د ښځو پر نه شتون او د ښځو چارو وزارت لوحې پر کښته کولو نیوکه کوي

author avatar
18 Sep 2021 - 17:36
ښځې په کابینه کې د ښځو پر نه شتون او د ښځو چارو وزارت لوحې پر کښته کولو نیوکه کوي
author avatar
18 Sep 2021 - 17:36

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): یو شمېر ښځو په افغانستان کې د نوي اعلان شوي حکومت په کابینه کې د دوی پر نه شتون او د ښځو چارو وزارت د لوحې راکښته کولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړی او له حکومته یې غوښتې چې په دې اړه غور وکړي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ونیو او د وږي په ۱۶مه د پنجشېر له نیولو وروسته د هېواد ټول واک د هغوی لاس ته لوېدلی دی.

هغوی له دې مخکې ویلي وو چې ښځې د زده کړو، کار، ملکیت او سوداګرۍ حق لري او طالبان د دوی ټول هغه حقونه ورکوي کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي.

خو لیدل کېږي چې په اعلان شوې سرپرسته کابینه کې ښځې نشته او ترڅنګ یې علان کړی چې د یو شمېر ادارو نارینه کارکوونکي دې خپلو دندو ته لاړ شي، خو ښځې کارکوونکې باید تر دویم امر پورې په کورونو کې پاتې شي.

طالبانو د ښځو چارو وزارت د له منځه وړو په اړه څه نه دي ویلي، دوه ورځې مخکې یې د ښځو چارو د وزارت لوحه راکښته او پر ځای یې د دعوت، ارشاد، امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لوحه لګولې ده.

دغه کار د ځینو ښځو د اندېښنې لامل شوی دی.

ښځې: مېرمنې له پامه غورځول، د هغوی د ژوندۍ خښولو په معنا دي.

شهلا عارفي چې پخوا یې د ښځو چارو وزارت د کلتوري امرې په توګه کار کاوه، له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، کله چې پوه شوه چې په کابینه کې کومه ښځه وزیره نشته، د ښځو چارو وزارت د لوحې پر ځای بله لوحه راځوړنده شوې، خواشینې شوه او د هېواد راتلونکی یې له مخکې تیاره ولید.

هغه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ راوړونکې ده، زیاته کړه چې مېړه یې ناروغ دی او د کار کولو توان نه لري، مشر زوی یې چې ۲۵ کلن دی، دماغي ستونزه لري او دا مجبوره ده چې کار وکړي او خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړي.

هغې وویل، پر هغه معاش چې له مخکني حکومت نه یې ترلاسه کاوه، ښه ژوند درلود او بل چا ته اړه نه وه؛ خو اوس د اقتصادي ستونزه له امله مجبوره شوه چې د کور وسایل خرڅ کړي او خپلو اولادونو ته خواړه برابر کړي.

شهلا وویل: «بېوزلۍ داسې حالت ته رسولې یم چې تر اوسه مې څو ځلې په زړه کې راګرځېدلي چې ځان ووژنم؛ ځکه د خپلو اولادونو لوږه نه شم لیدلای؛ خو ځکه مې دغه کار نه دی کړی ځان وژنه په دین کې حرامه ده.»

هغې د نوي حکومت مسوولینو ته په خطاب کې وویل: «که مو افغانې مېرمنې له پامه وغورځولې، که د ښځو د کار او زده کړو خنډ وګرځېدئ او که د ښځو غوښتنو ته چې د کورنۍ یوازېنۍ سرپرستانې دي، ونه رسېدئ، نو پوه شئ چئ ښځې مو ژوندۍ خښې کړې، هغه کار د اسلام په مبارک دین کې د جاهلیت پر مهال عربو حرام وګاڼه او منعه یې کړ.»

هغې د ښځو چارو وزارت پالیسي جوړوونکی وباله او ویې ویل: «هغه وزارت و چې ۹۹ سلنه کارکوونکي یې مېرمنې وې، په هغه کې فساد نه و او د ښځو د ستونزو د حل لپاره یې له نورو وزارتونو سره مشوره کوله او د حل لار یې ورته لارې لټولې، نو باید حذف نه شي.»

په ورته مهال ذکیه چې مخکې یې د ښځو وزارت د کارکوونکې په توګه کار کاوه، وویل: «د اسلامي امارت راتګ مې په نېک فال ونیو، د ذبیح الله مجاهد لومړنۍ بیانیې موږ ډېرې هیله منې کړې وو؛ ځکه په هغې ورځ یې د ښځو پر حقونو ډېر ټینګار وکړ؛ خو له یوې میاشتې ډېره موده وشوه چې لا هم مېرمې بې برخلیکه دي.»

ذکیې زیاته کړه، که طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه نه وړای، په کابینه کې یې یوه ښځه وزیره درلودای، ښووونځي او پوهنتونونه به یې پیل کړي وای، پر دې سربېره چې نړیوالې ټولنې به پر رسمیت پېژندلي وو او مرستې به یې پیل کړې وې، له افغان ښځو چې له جګړې ستړې شوې، کلک ملاتړ یې ترې اعلاناوه.

هغې وویل چې ډېری ښځې خپل شرعي او دینې حقونه غواړي او هيڅوخت له هغو نه تېریږي او زیاته یې کړه: «د ښځو له پامه غورځول ګټه نه لري، پرته له دې چې واک ته رسېدلی حکومت د خلکو او نړیوالې ټولنې له خوا له پامه وغورځول شي.»

د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د ښځو فېسبوکي کمپاین

په کابینه کې د ښځو نه موجودیت او د ښځو چارو وزارت لوحې لرې کول د دې لامل شوي چې ځينې ښځې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره فېسبوکي مبارزه پیل کړي.

د « نهاد اجتماعی نوای بانوان افغان» د «د افغانستان ښځو د سیاسي او ټولنیز رول لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین» تر عنوان لاندې فېسبوکي کمپاین کې د ښځو د سیاسي حقونو د ژوندي کېدو غوښتنه کړې ده.

یاد بنسټ لیکلي: ((د ښځو نادیده ګڼل، د نیمې ټولنې نادیده ګڼل دي، ښځې نادیده مه ګڼې او مه یې لرې کوئ.))

د کابل پوهنتون د اروا پوهنځي پوهنځي استادې منیژې ارمزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((د ښځو چارو وزارت، یوازې دا چې د کار پایله یې کارکوونکو ته د امتیاز او معاش له ورکړې پرته بل داسې څه چې د ښځو ژوند یې بدل کړی وای نه و خو افغان ښځو په نوم یو ادرس و. د دغه وزارت لرې کول، ښوونځيو ته د نجونو نه غوښتل، د ادارو د ښځنیه کارکوونکو په کور کېنول او د ښځو د مشارکت وضعیت مبهم پاتې کېدل ښه خبرونه نه دي.))

په ورته وخت کې د ښځو حقونو فعالې زرقا یفتلي ویلي: ((طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو او ادعاوو خلاف هېڅ ډول فکري او رفتاري تغییر نه دی کړی، بلکې د ښځو پر وړاندې چلند یې همغه ډول له تاوتریخوالي، ظلم او مخالفت ډک دی.))

د دې په خبره، طالبان د ټولګډونه حکومت جوړېدو په تړاو د خپلو ژمنو خلاف ښکاره کړه چې هېڅ ډول (یو بل منل) نه لري او اعلان کړې سرپرسته کابینه یې په هېڅ ډول ټولګډونه نه ده او تر څنګ یې «تر اوسه د ښځو د کار او زده کړو حق په ازادانه ډول له افغان مېرمنو سلب کړی دی.))

پژواک د ښځو دغه اندېښنې د طالبانو له ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبېح الله مجاهد سره شریکې کړې خو تر اوسه (له ماسپښین ورویته ۳:۳۰ بجو) یې ځواب نه دی ویلی.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.