Language

خصوصي شرکتونه کولای شي په میاشت کې ۲۵زره ډالر له بانکونو واخلي

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ١٤٠٠): د افغانستان بانک وايي، له دې وروسته ټول شرکتونه کولی شي چې له خپلو بانکي حسابونو په میاشت ۲۵زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک د روان کال د وږي ۲۴مې نېټې مکتوب چې پژواک خبري اژانس یې کاپي ترلاسه کړې، ښيي چې ټول خصوصي شرکتونه د میاشتې تر ۲۵زره امریکايي ډالرو له بانکونو ایستلی شي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې بانکونه او د بهرنیو اسعارو استازولۍ له دې وروسته د شرکتونو له بانکي حسابونو په څلورو اوونیو کې ۲۵زره امریکايي ډالر یا د دې پیسو معادل افغانۍ شرکتونه ته ورکولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې کابل ونیو او وروسته د یوې مودې لپاره بانکونه وتړل شول او دا مهال هيچا ته په اوونۍ کې تر شل زور افغانیو او دوو سوو ډالرو زیاتې پیسې نه ورکوي.

دغې چارې خلک او دغه راز سوداګریز بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د پژواک د یو راپور له مخې، د خصوصي شرکتونو یو عشاریه دوه میلیونه کارکوونکو تنخواوې پر بانکونو د محدودیوتونو د لګېدو له امله ځنډېدلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.