کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې په کابل ښار کې پر خپل سر د جوړې شوو ودانيو خاوندان به جريمه شي او په دې برخه به ډېر ژر يوه مقرره هم بشپړه شي.
دغه څرګندونې د کابل سرپرست ښاروال مولوي حمدالله نعماني د وږي په ۲۸مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې په کابل ښار کې ځینې داسې ودانۍ هم جوړې شوې چې د درېيو پوړونو اجازه ورکړل شوې، خو څلور او پنځه پوړونه يې لوړې کړې دي.
نوموړي وویل: ((چا چې په کابل ښار کې خپلسرې ودانۍ جوړې کړې دي، هغوی به جریمه شي او په دې اړه به یوه مقرره هم جوړه شي او ژر به عملي شي.))
دی وایي چې په بازار کې د توکو د بیو لوړوالی د بهرنیو اسعارو له امله ښکته او پورته کېږي چې د کنټرول لپاره يې هڅې روانې دي.
هغه دغه راز وویل، که خلک خپلې شخصي موانع له لارو لرې نه کړي، دوی به یې لری کړي او لګښت به یې خپله له خلکو واخلي.
سرپرست ښاروال وویل، هيڅوک نه شي کولای چې له لاس پلورونکو باج واخلي.
دی وايي: ((شاوخوا ۱۵۳ پروژې چې په مخکني حکومت کې د ډونرانو په مرسته پیل شوې وې او اوس بندې شوې دي، د هغو پروژو کار به بېرته پیل شي او په دې اړه مو له ډونرانو سره اړیکه نیولې ده.))
هغه وویل، که یادې پروژې د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري پیل نه شي، نو راتلونکي مالي کال کې به ورته بودجه ځانګړې کړاى شي.
دی وایي، په کابل ښار کې یې د ځينو ودانیو د جوړولو چارې ځکه ځنډولې چې ځينو يې ځمکې غصب کړې دي.
هغه زیاته کړه چې کابل په ښاروالۍ کې نږدې درې زره کسان رسمي دندې لري چې له ډلې یې ۲۷ سلنه ښځې دي.
د نوموړي په وینا، د ښاروالۍ نورې ښځینه کارکوونکي به تر هغه وخته پورې په کور کې وي چې حالات نورمال شي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن