Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا او کونړ کې درېیو کسانو د بېوزلۍ له امله ځانونه وژلي

ګردېز- اسدباد (پژواک، ٢٩ وږی ۱۴۰۰): په هېواد کې د وزګارتيا او بېوزلۍ کچې لوړېدو په دوام په پکتيا او کونړ کې درېيو کسانو د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.

پکتيا کې د يادو کسانو کورنۍ او خپلوان دغه پېښې تاييدوي او وايي چې دې کسانو اقتصادي سرچينو ته د نه لاسرسي او د کورنيو اړتياوو پوره کولو کې د ناتوانۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

په دې پېښو کې يې يوه د ګردېز ښار په باغکها او بله هغه د ګردېز د پنځمې ناحيې اړوند په دولتزيو سيمه کې رامنځته شوې ده.

په باغکها کې د ځان وژونکي هلک مور وايي چې زوی يې په کور کې د خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو نه شتون له امله ډېر کړاو کې و او بالاخره يې ځان وژلی دی.

دا کورنۍ اصلاً د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو سيمې اوسېدونکې ده چې په خبره يې له څه مودې راهيسې په ياده سيمه کې په کرايه کور کې اوسېږي.

د هلک د مور په خبره، زوی ته يې شاوخوا يو نيم کال وړاندې واده کړی و او يو زوی هم لري چې د ځوانې مېرمنې په ګډون يې ټوله کورنۍ پاتې ده.

دې مېرمنې په ژړغوني غږ وويل: ((خاوند مې هم نشته، زوی مې هم ځان وواژه، په ډېر بد حالت کې يو، د ګهيځ او بېګا نه لرو، زوی مې مخکې مزدوري کوله، خو اوس هيڅ کار، روزګار او مزدوري هم نه وه، نه پوهېږو، چا ته ورشو، چا ته وژاړو.))

په دولتزيو کې د ځانوژونکي یوه خپلوان پژواک ته وويل چې نوموړي تېره شپه ځان وژلی دی.

ياد کس د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې وژل شوى کس صديق الله نومېده، واده يې کړی و او يو اولاد هم لري.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزی هم يادې پېښې تاييدوي او وايي چې په باغکها کې د رامنځته شوې پېښې د جزئياتو په بشپړولو بوخت دي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((دې نفر مخکې پولیسو کې دنده درلوده، معتاد هم و او په وروستيو کې ورته ځيني اختلالات هم پيدا شوي و، تېره شپه يې ځان وژلى دى.))

همدارنګه د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې هم تېره ورځ یوه ځوان چې مخکې یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله، ځان وژلی دی.

د پخواني حکومت له سقوط وروسته تر اوسه په هېواد کې اقتصادي فعاليتونه بېرته نه دي پيل شوي او خلک له بېساري اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د ياد حالت د دوام په صورت کې د ناورين رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.