ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د غوښې پلور پنځوس سلنه کم شوی

کابل ښار کې د غوښې پلور پنځوس سلنه کم شوی

author avatar
20 Sep 2021 - 15:07
کابل ښار کې د غوښې پلور پنځوس سلنه کم شوی
author avatar
20 Sep 2021 - 15:07

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د کابل ښار ځيني قصابان وایي چې د فقر او بېکارۍ له امله د تېرې میاشتې په پرتله د غوښې پلور پنځوس سلنه کم شوی، له حکومته غواړي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې اقدام وکړي.

هغوی وایي، د طالبانو له خوا د مخکني نظام له ړنګېدو وروسته ډېرو ښاریانو خپل کارونه له لاسه ورکړل او په خلکو کې فقر زیات شوی دی.

قصابان: د غوښې پلور کم شوی، خو په بیو کې یې تغیییر نه دی راغلی.

کابل ښار د دهن باغ یوه قصاب زلمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «یوه میاشت کېږي کاروبار نشته؛ یوه یوه ورځ هيڅ پلور نه لرو او ځينې ورځې بیا کم پلور لرو، په داسې حال کې چې د غني حکومت له سقوط مخکې مو کار ښه و.»

ده وویل: «یوه میاشت مخکې مو په ورځ کې چې کله یوه غوا، یو پسه یا کوم خوسکی حلال کړ، تر بېګاه به خرڅېدل، خو اوس چې کله یو غویی حلال کړو، په دوو ورځو کې خرڅېږي، تقریباً خرڅلاو ۵۰ سلنه راکم شوی.»

طالبانو کابو یوه میاشت مخکې کابل تر خپل کنټرول لاندې راوست، د وږي په ۱۵مه د پنجشېر له نیولو وروسته اوس پر ټول هېواد حاکم دي.»

د سیاسي نظام له تغییر وروسته ډېرې دولتي او غیر دولتي ادارې په موقت ډول بندې شوې او حتا ځيني غیر حکومتي ادارې د امنیتي او مالي ستونزو له امله خپل کارونه په دایمي ډول بند کړل او سلګونه کارکوونکي یې بېکاره شول.»

زلمي وویل: «زما غوښتنه له حکومته دا ده چې مامورین ور وغواړي، معاشونه یې ورکړي او د خلکو د امنیت په تامینولو کې هڅه وکړي، څو خلک ارام شي.»

دغه قصاب زیاته کړه چې د غوښې په په بیه کې کوم لوی تغییر نه دی راغلی.

د ده په خبره، د خوسکي یوه کیلو غوښه په ۴۵۰ افغانۍ، د پسه غوښه ۴۸۰ او د غوايي غوښه په ۴۰۰ افغانۍ پلوري.

عبدالغفار چې د کابل په کلوله پشتې سیمه کې قصابي لري، پژواک ته وویل: «له کومې ورځې چې حکومت تغییر کړی، قیمتونه ښه دي، خو سودا کمه ده، ښه، دا به هم ان شاالله ښه شي.»

نوموړي وویل چې مخکې به یې له ۵۰ تر ۷۰ کیلو غوښه خرڅوله، خو اوس دغه رقم نیمایي ته راغلی.

ده له حکومته وغوښتل چې د خلکو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو هوارولو په برخه کې لاس په کار شي او ښې اقتصادي برنامې جوړې کړي.

ښاریان: د غوښې اخیستو توان نه لرو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.