ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې اصلاح غږ راډيو د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړې

ننګرهار کې اصلاح غږ راډيو د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړې

author avatar
21 Sep 2021 - 14:23
ننګرهار کې اصلاح غږ راډيو د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړې
author avatar
21 Sep 2021 - 14:23

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د اصلاح غږ په نوم يوه اف ايم راډيو د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوه.

د دې راډيو مسوولين وايي، دغې رسنۍ له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د خلکو په مرستو او اعلاناتو خپرونې کولې چې په دې وروستيو کې يې اقتصادي ستونزې ډېرې او بالاخره وتړل شوه.

د ننګرهار اصلاح غږ راډيو مسوول محمد ګلاب توحيديار د وږي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، دغې راډيو چې ټول نشرات يې اسلامي و، تېره ورځ خپلې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله بندې کړې.

هغه زياته کړه، په اصلاح غږ راډيو کې شاوخوا ۲۰ کسانو دندې ترسره کولې چې ټول يې وزګار شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اصلاح غږ د خلکو په چندو او د اعلاناتو په پيسو خپل لګښتونه پوره کول، خو په دې وروستيو کې هم اعلانات بند شوي او هم ورسره خلکو خپلې مرستې بندې کړي چې دوی يې د راډيو بندولو ته اړ کړل.

محمد ګلاب توحيديار وايي، همدا اوس هم دغه راډيو نږدې پنځه سوه زره افغانۍ پوروړې ده، هڅه يې کوله چې په پور پیسې پيدا او نشراتو ته دوام ورکړي، خو چا ورسره پور هم نه دی کړی.

په ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا دویمه راډيو ده چې خپل نشرات بندوي.

تر دې وړاندې د نرګس په نوم يوه بله راډيو چې د مېرمنو لپاره يې ځانګړې خپرونې کولې دندو ته د ښځينه ژرونالېستانو د نه راتګ له امله يې خپرونې بندې کړې دي.

په ننګرهار کې د غږيزو رسنيو د اتحاديې مشر شفيق الله رحماني هم پژواک ته ويلي چې دغه ولايت کې ډېری رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه پر نړيوالې ټولنې او طالب چارواکو غږ وکړ چې د رسنيو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د دغو رسنيو اقتصادي ملاتړ وکړي.

د يادولو ده چې په ننګرهار کې شاوخوا شل رسنيو فعاليت کاوه چې يو تلوېزيون او څو راډيوګانې څو مياشتې وړاندې د اقتصادي او امنيتي ستونزو له امله تړل شوې وې.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.