ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د تېل پلورونکو ټولنه: د ډالرو بیې لوړېدا او ګڼو نورو ستونزو د تېلو بیې لوړې کړې دي

د کندهار د تېل پلورونکو ټولنه: د ډالرو بیې لوړېدا او ګڼو نورو ستونزو د تېلو بیې لوړې کړې دي

author avatar
22 Sep 2021 - 17:36
د کندهار د تېل پلورونکو ټولنه: د ډالرو بیې لوړېدا او ګڼو نورو ستونزو د تېلو بیې لوړې کړې دي
author avatar
22 Sep 2021 - 17:36

کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): د کندهار اوسېدونکي د تېلو له لوړو بیو شکایت کوي او ادعا کوي چې تېل پلورونکو بازار انحصار کړی او په روان بد اقتصادي وضعیت کې یې په قصدي توګه بیې لوړې کړې دي.

په کندهار کې نن د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۰ افغانۍ او د یوه لېتر ډېزلو بیه ۵۵ افغانیو ته پورته شوې چې دا له تېرو شلو کلونو راهیسې په ریکارډ توګه د تېلو د بیو لوړوالی دی.

خو د تېل پلورونکو ټولنه بیا وايي چې د تېلو د بیو د لوړېدا اصلي لامل د ډالر د بیې لوړېدا، په بندرونو کې د طالبانو له خوا د تېلو د کیفیت معلومولو د لابراتوارونو پرانیستل، بانکي محدودیتونه، د وضعیت خرابولی او نور دي.

محمد عوض د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی دی او په ښار کې ټکسي چلوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له هغه وروسته چې د پټرولو بیه لوړه شوې، یوه افغانۍ مې نه ده ګټلې، سراسر په تاوان کې روان یم.))

هغه زیاته کړه، د تېلو بیې لوړې شوي خو کرایې د هغه مهال په اندازه اخلي چې یو لېتر پټرول په ۴۵ افغانۍ و.

دی وايي، د طالبانو له راتګ سره د ټولو خلکو ژوند اغېزمن شوی، کار او روزګار نشته او په دغسې وضعیت کې بیا د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ د تېلو بیې هم په بې سارې توګه لوړې شوې دي.

ده ادعا وکړه چې تېل پلورونکو د تېلو بازار انحصار کړی او په قصدي توګه یې بیې لوړې کړې دي.

نوموړي وویل: ((پخوا چې لارې ناامنه وې او له ټانکر چلوونکو څخه د دوه ځله محصول اخیستلو تر څنګ زرګونه نورې پیسې پولیسو اخیستلې، تېل ارزانه وو خو اوس چې لارې امن شوې او له ټانکر چلوونکو څوک پیسې نه اخلي، د تېلو بیې نیم په نیمه لوړې شوې دي.))

دی پر طالب چارواکو نیوکه کوي چې لومړیتوبونه ورڅخه پاتې دي او تر دې مهاله یې د تېلو او نورو توکو د بیو په کنټرول کې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکی خالد احمد هم ورته شکایت کوي او وايي، هیڅوک نه شي کولای چې په روان بد اقتصادي وضعیت کې موټر ته په یو لېتر پټرول په ۷۰ افغانۍ ور واچوي.

دی وايي، د طالبانو له راتګ سره یې دنده له لاسه ورکړې ده، د خپلو اولادونو د نسونو مړولو لپاره پیسې نه لري نو د موټر لپاره به د تېلو پیسې له کومه کړي، ځکه خو یې موټر درولی او له بایسکل څخه کار اخلي.

نوموړي وویل: ((ټول پوهېږو چې د ورځني ژوند ډېره برخه له برېښنا او تېلو سره تړلې ده، یوه میاشت وشوه چې کندهار برېښنا نه لري، ټولې فابریکې تړلې دي، خلک بې کاره شوي دي، د خوراکي توکو تر څنګ د تېلو بیې هم لوړې شوې دي، له همدې امله د موټرونو کرایې هم پورته ختلې دي.))

هغه چې روان حالت په غوسه کړی و، د خپلو خبرو په دوام وویل، ایا څوک شته چې دا ستونزې حل کړي او د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي؟

ده زیاته کړه، همدا نن په کندهار کې د یو لېتر پټرولو بیه ۷۰ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۵۵ افغانۍ ده، په ورته توګه د ټولو خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې له آسمان سره خبرې کوي.

د خلکو دا اندېښنې او ادعاوې مو په کندهار کې د تېل پلورونکو له ټولنې سره شریکې کړې چې په ځواب کې یې هغوی د تېلو د بازار انحصار او په قصدي توګه د بیو لوړېدل رد کړل.

د یادې شوې ټولنې مشر حاجي مسعود راحت پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه ۱۲ سلنه لوړه شوې او همدا د تېلو د بیې د لوړوالي یو لامل دی.

د ده په خبره، دوی تېل په ډالرو پېري او په افغانیو یې پلوري.

د دې تر څنګ ده وویل، په دې وروستیو کې طالب چارواکو په بندرونو کې د تېلو د کیفیت معلومولو لابراتوارونه فعال کړي چې معیاري تېل را پرېږدي او غیر معیاري تېل بېرته ګرځوي چې له امله یې په بازار کې تېل کم شوي دي.

د ده په خبره، سوداګر اړ دي چې مسترد شوي تېل بېرته کمپنیو ته ولېږدوي او په بدل کې یې معیاري تېل راوړي چې دا چاره وخت نیسي.

راحت دا یادونه هم وکړه چې راغلي بدلون استقرار له منځه وړی، سوداګر ډاډمن نه دي، ډېرو یې خپل فعالیت درولی او ډېر بیا له هېواده د خپلو پانګو د ایستلو په فکر کې دي.

دی وايي، له همدې امله د تېلو واردول کم شوي دي، پخوا به هره ورځ ۱۰۰۰ ټانکره تېل افغانستان ته واردېدل، اوس شاوخوا ۳۰۰ ټانکره تېل واردېږي.

نوموړي لګول شوي بانکي محدودیتونه او د پیسو لېږد هم جدي ستونزه وګڼله او ویې ویل: ((پخوا چې به مو یو لک ډالر ټي ټي کول نو ۲۰۰ ډالر لګښت ورباندې راته اوس د یو لک ډالرو پر ټي ټي کولو له ۲ تر ۳ زره ډالر لګښت راځي.))

د کندهار د تېل پلورونکو د ټولنې دغه مشر وايي چې پورته یاد شوي عوامل یو ځای شوي او د تېلو بیې یې لوړې کړې دي.

دی وايي، تر هغه چې دا ستونزې حل شوې نه وي او د ډالرو بیې پورته روانې وي نو د تېلو د بیې د لا لوړېدو احتمال شته.

و مو غوښتل د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه د طالب چارواکو نظرونه هم واخلو خو څوک مو و نه موندل.

د يادودنې ده چې د کندهار ترڅنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم د تېلو بیه د پخوا په پرتله ډېره لوړه شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.