جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د عملياتو او نښتې پرمهال څلور کسان له داعش سره د اړيکو لرلو په تور وژل شوي او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې وژل شوو او نيول شوو کسانو د جلال اباد ښار په وروستيو چاودنو کې لاس درلود.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته تاييد کړه چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند اخوندزاده اډې سيمه کې څلور کسان له داعش وسله والې ډلې سره د اړيکو لرلو په تړاو وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، تېره شپه همدغه سيمه کې دوه نور کسان د طالبانو له لوري له داعش سره د اړيکو لرلو په تړاو ژوندي نيول شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې وژل شوو او نيول شوو کسانو د جلال اباد ښار وروستيو چاودنو کې لاس درلوده.
د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې څو چاودنې شوي چې په ترڅ کې یې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن