Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کاپیسا کې د جلغوزو او  چهارمغزو حاصلات ډېر شوي خو پلور یې کم دی

محمودراقي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د کاپیسا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د تېر کال په پرته سږکال د جلغوزو او چهارمغزو حاصلات ډېر شوي دي.

خو د دې میوې بڼوال او پلورونکي د بازار له نه موجودیته شکایت کوي وايي چې د یادې مېوې بیې هم ټيټې شوې دي. دوی له مسوولو چارواکو غواړي چې د حاصلاتو لپاره بازارموندنه وکړي.

د مسوولینو په خبره، د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ هکټاره د جلغوزو او ۱۲۰۰ هکټاره د چهارمغزو باغونه شته، چې مېوې یې غوره کیفیت لري.

د نجراب ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مدیر ډاکتر محمد کاظم نجرابي وویل، د دغه مدیریت معلومات ښيي چې په یاده ولسوالۍ کې د تېر کال په پرتله سږکال د جلغوزو حاصلات له ۸۰ څخه ۱۲۰ ټنه او د چارمغزو حاصلات له ۴۰۰ څخه ۶۰۰ ټنو ته پورته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تېرکال د پرله پسې واورو او باران اورښت او سړې هوا له امله د دې میوې حاصلات لږ وو.

نجرابي خبریالانو ته وویل، د جلغوزو حاصلات هر کال متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین او دغه راز د چهارمغزو حاصلات ترکیې، هند او نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو سږ کال د ستونزې له امله دغه کار نه دی شوی.

هغه په وروستیو درېیو کلونو کې د چهارمغزو د ۱۲۰ جریب باغونو د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، په دغو باغونو کې اصلاح شوې ونې اېښودل شوې او د چهارمغزو ډول یې کاغذي دی، په دغه اقدام سره یې په نړیواله او ملي کچه بازار پراخېږي.

په نجراب ولسوالۍ کې د محمود په نوم یوه بڼوال چې د چهارمغزو درې جریبه بڼ لري وویل، د ده بڼ تېر کال ۴۰ منه، سږ کال یې ۵۵ منه حاصل درلود، خو د بازار د نه موجودیت له امله یې بیې ټيټې دي.

هغه زیاته کړه چې د چهارمغزو بازار ځکه د تېر کال په پرتله ښه وضعیت کې نه دی چې هېواد کې له رامتځته شوي بدلون وروسته بهر ته صادرات کم شوي دي.

په ورته وخت کې پلورونکي هم د دې مېوې د بازار له نه موجودیته شکایت کوي او وايي چې بیې یې هم ټيټې شوې دي.

په نجراب ولسوالۍ کې د دل اغا په نوم د جلغوزو یوه پلورونکي وویل: ((بازارونه خراب دي، پیسې نشته، بانکونه خلکو ته له خپل حساب څخه د اړتیا وړ پیسې نه ورکوي... که یادې ستونزې حل نه شي کاروبار خلاص دی.))

د نوموړي په خبره، تېر کال یو من جلغوزي په ۱۸زره افغانۍ پلورل کېدل خو اوس یې بیه ۱۰ زره افغانیوته راټيټه شوې ده.

د نجراب ولسوالۍ بازار کې د چهارمغزو پلورونکي فضل الرحمن وویل: ((د غوزانو پلور کم دی، ۴۰ منه چهارمغز مې وپېرل، په تاوان کې یم، تېر کال ښه و، د سږ کال په پرتله مو تېر کال پلور دوه برابره و، تېر کال مو یو من غوزان په ۶۰۰ پلورل خو سږکال یې بیه ۵۰۰ افغانۍ ده.))

دغه پلورونکی په هېواد کې وروستي بدلونونه د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو او د یادو مېوو د پلور د کمښت لامل بولي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د باغونو حاصلاتو ته یې بازار پیدا کړي.

تېر حکومت د روان کال د زمري په ۲۴ مه سقوط وکړ، وروسته د بانکونو فعالیت محدود شو او له امله یې هېواد کې اقتصادي ستونزې رامنځته شوې دي. ځينې سوداګر وايي چې له بانکونو د کافي پیسو د نه اخیستو له امله یې سوداګري زیانمنه شوې ده.

خو د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د یادو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او ډېر ژر به حالت عادي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.