خوست ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په خوست کې ګڼ شمېر کسانو د طالبانو په ملاتړ سوله ييز لاريون وکړ او د افغانستان د کنګل شوو پیسو د خلاصېدو غوښتنه يې وکړه.
دغه لاريون کوونکي چې نن د تلې په لومړی نېټه د خوست ښار په سرګردان چوک کې راټول شوي وو، د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کې د رامنځته شوي نوي حکومت ننګه وکړه او په ملاتړ يې شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو همدا ډول په خپلو شعارونو او خبرو کې له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني او ترڅنګ يې د دغه هېواد ميلياردونه ډالر کنګل شوې پيسې هم را خلاصې کړي.
د داوود باور په نوم يو تن لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو پر مټ له جوړ شوي نظام ملاتړ کوي، ځکه په وينا يې د افغانانو ټول هغه روا حقونه په کې خوندي دي، چې دوی يې غوښتنه کوله.
ده زياته کړه: ((موږ دغسې بشپړ نظام مخکې هم غوښته او اوس يې هم غواړو. پخوا له دې څخه محرومه و، د خدای پاک کرم دی، خدای پاک موږ ته يو صحيح اسلامي نظام راکړ. موږ بلکل ترې ملاتړ کوو او هميشه يې تر شا ولاړ يو.))
د رحمت الله په نوم د لاريون يو بل ګډونوال له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ پر نړيوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پيسې دې بېرته را خلاصې کړي.
نوموړي همدا ډول وويل، دوی هغه بشري حقونه نه غواړي چې اسلام کې ورته اجازه نه وي ورکړل شوې.
هغه وايي: ((موږ له همدې سټېجه پر نړيوالو، په خارجي ممالکو غږ کوو چې د افغانستان کومې کنګل شوې پيسې چې دي هغه موږ ته بېرته را خلاصې کړي، ځکه دا د ټول ملت حق دی، دا د امارت حق نه دی، د ټول ولس حق دی.))
يادو لاريون کوونکو دغه راز له نورو هېوادوالو هم غوښتنه وکړه، چې د نوي نظام ترڅنګ ودريږي او چاته اجازه ورنه کړي چې د تخريب هڅه يې وکړي.
د يادونې ده چې شاوخوا ٤٠ ورځې وړاندې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون د ټول هېواد کنټرول په لاس کې اخيستى دى.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن