ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېتانیا په افغانستان کې د وژل شوو ملکي کسانو هرې کورنۍ ته کابو ۲۳۰۰ پونډه ورکړي

برېتانیا په افغانستان کې د وژل شوو ملکي کسانو هرې کورنۍ ته کابو ۲۳۰۰ پونډه ورکړي

author avatar
24 Sep 2021 - 13:16
برېتانیا په افغانستان کې د وژل شوو ملکي کسانو هرې کورنۍ ته کابو ۲۳۰۰ پونډه ورکړي
author avatar
24 Sep 2021 - 13:16

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۰): سرچينې وايي، د افغانستان په جګړه کې برېتانوي ځواکونو د دوی له خوا د نږدې ۳۰۰ وژل شوو ملکي وګړو کورنيو ته د زیان په توګه ۶۸۰زره پونډه پیسې ورکړې دي.

بي بي سي پښتو او فارسي د برېتانیا د یوې مرستندويې ټولنې موندنو پر بنسټ لیکلي چې برېتانیا په افغانستان کې ۲۸۹ ملکي وګړو کورنیو ته د زیان لپاره ۶۸۰زره پونډه پیسې ورکړې چې د برېتانیوي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد ۲۸۹ تنه هغه کسان دي چې کورنیو یې د زیان غوښتنه کړې ده چې ورکړل شوي او لږ تر لږه په دغو کسانو کې ۱۶ تنه ماشومان هم شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، یوې کورنۍ ته د اوښتي زیان په بدل کې تر ټولو کمې ۱۰۴ پونډه ورکړل شوي، خو په منځنۍ کچه هرې کورنۍ ته دوه زره او ۳۰۰ پونډه ورکړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، یاد هېواد د یوه ګرځنده ټیلېفون په تاوان کې ۱۱۰ پونډه او د شپږو وژل شوو خرو په بدل کې ۶۶۲ پونډه ورکړي دي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.