ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: ښاروالي دې د کثافاتو د لېږد منظم پلان جوړ کړي

کابل ښاریان: ښاروالي دې د کثافاتو د لېږد منظم پلان جوړ کړي

author avatar
25 Sep 2021 - 15:01
کابل ښاریان: ښاروالي دې د کثافاتو د لېږد منظم پلان جوړ کړي
author avatar
25 Sep 2021 - 15:01

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د عمومي واټونو ترڅنګ او کوڅو کې د کثافاتو د انبار له موجودیت او له ښاره بیرون د نه لېږد په اړه شکایت کوي، له ښاروالۍ غواړي چې دغې برخې ته پاملرنه وکړي.

د پژواک خبریال د سلیم کاروان، شهید څلورلاري، کورنیو چارو وزارت ته نږدې، نوی خواجه بغرا او مریم لېسې بازار د سیمو له اوسېدونکو سره مرکې کړې، یادو مرکه کېدونکو په خپلو سیمو کې د کثافاتو د انبارونو له موجودیته شکایت درلود.

سلیم کاروان، شهید څلورلاري، کورنیو چارو وزارت ته نږدې سیمه، نوی خواجه بغرا او مریم لېسې بازار، قلعه ناظر او د برچي سرپل، څرخي پله، رحمان مېنه او خیرخانه هغه سیمې دي چې اوسېدونکي یې د کثافاتو له انبار او  بدبوۍ څخه شکایت کوي.

د لسمې ناحیې اړوند شهید څلورلاري اوسېدونکي عبدالعزیز په خپله سیمه کې د کثافاتو له انباره شکایت وکړ او ویې ویل، د کثافاتو له بدبویۍ او حشراتو په تنګ شوي دي.

نوموړي د خپل کور مخې ته موجودې کثافات دانۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل: ((وګورئ د کثافاتو انبار جمعه شوی، خو څوک نشته چې انتقال یې کړي، له بد بویه یې ټول ناروغان شوي یو.))

نوموړي کابل ښاروالۍ ته په اشاره وویل، د کثافاتو پر وخت لېږد برخه کې دې اقدام وکړي، ځکه کثافت د بېلا بېلو مکروبي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې د ۱۳مې ناحیې د سرپل برچي اوسېدونکي مجتبی حسیني د دوی له سیمو څخه پر ټاکلي وخت د کثافاتو پر نه لېږد نیوکه وکړه او ویې ویل، د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند قلعه ناظر او سرپل برچي سیمو کثافات پر ټاکلي وخت نه انتقالېږي.

هغه د دې په روښانولو چې د مخکني نظام تر سقوط وروسته تر اوسه د سړک ترڅنګ کثافت دانۍ نه دي انتقال شوې او زیاته یې کړه: ((کثافت دانۍ ډکې دي، خلک یې کثافات ترڅنګ اچوي، چې د سړک ډېره برخه له کثافاتو ډکه شوې ده.))

نوموړي وویل: ((هرکله یې چې ترڅنګ تېرېږي د بدبوۍ او حشراتو له امله یې سر او ځان پټوي.))

مجتبی وویل: ((موږ له کابل ښاروالۍ غواړو چې د ښار د داخل کثافاتو د انتقال لپاره منظم پلان جوړ کړي.))

د رحمان مېنې دوصد فامیلي سیمې اوسېدونکي احمدضیا احمدزي پژواک ته وویل، یو خصوصي شرکت یې د ۲۰۰ افغانۍ په بدل کې یوه ورځ پس د کور کثافات انتقالوي.

خو هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه د سړک غاړې کثافت دانۍ له یوې میاشتې راهیسې نه دي انتقال شوې، د انتقال لپاره یې باید منظم پلان موجود وي.))

د لسمې ناحیې اړوند شهید څلورلاري اوسېدونکي عبدالعزیز د خپل کور مخې ته د کثافات دانۍ او کثافاتو پر انبار نیوکه وکړه.

نوموړي د دې په روښانولو چې کثافت دانۍ پر ټاکلي وخت نه انتقالېږي زیاته کړه: ((له کثافاتو هر ډول ناروغۍ پیداکېږي.))

هغه له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې د کثافاتو د لېږد لپاره دې منظم پلان جوړ شي، څو پر ټاکلي وخت د ښار له داخله کثافات انتقال او د خلکو د ځورونې لامل نه شي.

په قصبه کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ سیمې اوسېدونکي حاجي شریف وویل، د «ملي ښارګوټي عالي لېسې» تر شا چې په همدې سیمه کې موقعیت لري د کثافاتو انبار جوړ شوی، خو څوک نشته چې انتقال یې کړي.

نوموړی چې د دغه ښوونځي د یوه زده کوونکي د کورنۍ مشر دی وویل: ((درې میاشتې کېږي چې د دې سیمې کثافات نه دي انتقال شوي، د ښوونځي زده کوونکي د درس او له دې سیمې د تېرېدو پر مهال ډېر ځورېږي، ښايي ناروغان شي.))

د یوه زده کوونکي پلار حاجي محمد همایون وویل چې له درېیو میاشتو راهیسې یې کثافات نه دي لېږدول شوي او زیاته یې کړه چې د کثافاتو موجودیت په ناروغیو د زده کوونکو د اخته کېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «پر دې سربېره چې ښاروالي د صفایۍ پیسې اخلي؛ خو ټول کورونه له کثافاتو ډک دي او څوک یې نه لېږدوي

نوموړي له کابل ښاروالۍ وغوښتل چې کثافات پر ټاکلي وخت انتقال کړي؛ څو پر بېلا بېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو لامل نه شي.

د کابل ښار د پنځلمسې ناحیې اوسېدونکي معین په خپله سیمه کې د کثافاتو پر موجودیت له نیوکې سره وویل چې د نظام له بدون څخه تراوسه، کثافات د ښاروالۍ د کارکوونکو له لوري نه دي لېږدول شوي.

هغه زیاته کړه: «په مخکني نظام کې هم کثافات پر ټاکلي وخت نه راټولېدل او نه به لېږدول کېدل، خو بیا هم له اوس مهال نه ښه و، ځکه له هغې ورځې چې طالبان راغلي تراوسه کثافات نه دي لېږدول شوي.»

نوموړي وویل چې خلک په خپلو کوڅو او سړکونو د موجودو کثافاتو له امله تنګ راغلي او زیاته یې کړه، کله چې خلک له سیمې تېریږي نو اړ دي چې د هغو د بوۍ له امله خپلې خولې او پزې وتړي.»

د هغه په خبره، هره ورځ په زرګونو ماشومان له لارې تېریږي او ښوونځي ته ځي ډېری یې په بېلا بېلا ناروغیو اخته کېږي، هیله ده چې د کثافاتو د ژر لېږد په برخه کې جدي اقدام وشي.

ډاکتر سمیع کمال چې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې درملتون لري، پژواک ته وویل چې ډېری ناروغان یې ماشومان دي.

زباله ها در شهر کابل

هغه وویل چې د ماشومانو د مختلفو ناروغیو لکه پېچ، ستوني درد، د پوستکي او حساسیت ناروغیو د اخته کېدو لامل، د کثافاتو شتون او په وخت سره نه لېږدول دي.

نوموړي له ښاروالۍ وغوښتل چې په مختلفو ناروغیو د ماشومان او لویانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره، دغه اداره باید کثافات په ټاکلي وخت یوسي.

پژواک خبري اژانس د کابل له ښاروالۍ سره څو ځله اړیکه ټینګه کړه، څو د خلکو د شکایتونو او ستونزو په اړه د هغوی نظر واخلي؛ خو دغې ادارې په دې اړه له ځواب ویلو ډډه وکړه.

د کابل ښار له دې امله چې په ډېری سیمو کې یې کثافات اچول کېږي، نو د نړۍ او افغانستان یو له ککړو ښارونو څخه بلل کېږي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.