ایبک (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): له افغانستان سره د چین له خوا سل مټریک ټنه مرسته شوې وریجې په سمنګان ولایت کې پر دوه زره اړمنو کورنیو وېشل کیږي.
د یادې مرستې د وېش لړۍ نن په سمنګان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ریاست څخه پيل شوه.
د سمنګان له طبعیي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ریاست یوه مسوول نورالله منصف وویل دغه مرستې به یادو دوه زره کورنیوته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې او اړې دي ووېشل کیږي.
هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ مخکې د یوې سروې له مخې پېژندل شوي او د هغوی هرې یوې ته به پنځوس کیلو وریجي ورکړل شي.
د هغه په خبره، په هېواد کې له نوي بدلون څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې یو بهرنی هېواد له مستحقو او اړمنو خلکو سره په دغه ولایت کې مرسته کوي.
د سمنګان مرکز ایبک د ګل قشلاق کلي اوسېدونکي روضت الله چې له دغو مرستو برخمن شوی وویل:« په هېواد کې له نوي بدلون وروسته کار نه پیدا کېده لږه ډېره للمي ځمکه مو چې کرلې وه د بارانونو د نه ورښت امله وچ شول او دهغې حاصل مو ونه اخیست دغه مرسته چې له موږ سره وشوه هم ښه ده.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن