کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وایي، د ترکيې «EHH» موسسه له افغانستان سره د ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شويو تخمونو مرسته کوي او بزګرانو ته به د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ياد وزارت چارسمبالي مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه وزارت مرستيال مولوي صدراعظم، په افغانستان کې د ترکيې «EHH» مؤسسې له مسوول سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.
سرچینې لیکلي، د کرنې وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، د يادې مؤسسې چارواکو ته د هر راز همکاريو او امنيت ډاډ ورکړ او ویې ویل:«د ترکيې هېواد زموږ دوست هېواد دی او هر ډول همکارۍ چې اړتيا وي ترسره کوو يې او د دغې موسسې د پروژو د پلي کېدو په موخه د بشپړ امنيت ډاډ ورکوو.»
په دغې ناسته کې د ترکيې د«EHH» مؤسسې مسوول وويل، چې د افغانستان بزګرانو لپاره د ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شويو تخمونو مرسته کوي او په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې له کرنې وزارت سره لا ډېرې همکارۍ ولري.
هغه ویلي چې ياده موسسه د افغانستان له بزګرانو سره د مرستې په پار ښې برنامې لري او په پام کې لري چې په راتلونکې کې يوشمېر بزګرانو ته برمه يي څاګانې وباسي تر څو د دوی د ځمکو خړوبولو لپاره زمينه برابره شي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کرنې وزارت له خوا هر کال د کرکېلې په موسم کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل او ټاکل شوې چې سږکال به هم دا لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP